د قوس پر۲۰، ویره اچونکو په یوه ترهګریز برید کی چی د کابل ښار د استقلال لیسی په تالار کی دیوی ننداری په ترځ کی چی د ځانمرګو وژنودغندنی په خاطر په لاره اچول شوی و ، یو زیات شمیر فرهنگیان، هنرمندان، خبریالانو او دهیواد خلک یی ټپیان کړل.
زبیر، دمیترا تلویزیون فلم اخسیتونکی چی داستقلال دلیسی څخه یی د خبری پوښښ په موخه د ددی لیسی دتیاتر تالار ته تللی و ددو نورو همکارانو سره یوځای ټپی شوی و ، دزبیر همکاران لږ زیانمن شوی وه ، خو زبیر د بطن دناحیه څخه ډیر سخت ټپی شوی و او لس ورځی په روغتون کی دکوما په حالت کی و ترڅو چی تیره شپه دقوس ۲۹ددی فانی دنیا څخه وداع وکړه او ځان یی حق ته وسپاره.


د ځوان ۲۳ کلن زبیر شهادت ، یو ځل بیا د خبریالانو ټولنه غمجنه کړه او دخپل کورنی او دوستانو تر څنګ یی خپل، هم مسلکان د غم په ویر کی کښینول.
دنی دفترد افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ، دزیبر مرګ دخبریالی ټولنی او دهیواد رسنیو ته یوه لویه ضایعه بولی دافغانستان د حکومت څخه غواړی ترڅو د استقلال لیسی دبرید طرح کوونکی او عاملان وپیژنی او هغوی له منځه یوسی.
موږ یوځل بیا دښاغلی زبیر شهادت د هغه کورنی ،همکاران او دافغانستان شریفو خلکو ته تسلیت وایو او الله تعالی څخه غواړو چی ددوی کورنۍ او دوستانو ته دی خدای صبر ورکړی.
۲۰۱۴ ګال چی خپل وروستی ورځی تیروی ،خبریالانو او رسنیو ته یو دوینو ډک ګال و، پدی کال کی ۸ خبریالان وژل شوی دی چی ډیری یی د طالبانو په ترهګرو بریدونو کی وژل شوی دی.