دسرحد رادیو دغور ولایت دفعالو رادیوګانو څخه وه چی د مرغومی دمیاشتی پر ۲ ددشپی له خوا وسوزول شول چی په هغه استدیوګانی، تخنیکی وسایل، ترانسمیټر او کامپیوترونه داورخوراک شول .
د سرحد رادیو مسؤلانو دنی درسنیو دڅار دفتر ته وویل : چی دا اور لګیدنه په قصدی ډول تر سره شوی ده ددی مسوولینو پر وینا دوه تنه رادیو ته ننوتلی دی او د رادیو ستیدیو ته یی اور اچولی دی خو دغور پولیس وایی چی اورلګیدنه دغاز دبالون د چاودیدو له امله را منځ ته شوی ده .
د سرحد رادیو مسؤلان وایی؛ داچی دوی امنیتی چارواکو ته پر دی رادیو باندی دګواښونو څخه خبر ورګړی و، ولی دغور چارواکو دا موضوع جدی نه وه نیولی او د هغه دمنځه وړلو په خاطریی هیڅ ډول هڅه کړی نه و. ؟
دنی ددفتر رییس عبدالمجیب خلوتگر، په خپل یوه وینا کی وویل :” د غور ولایت پولیس او کشفی چارواکی باید پدی هکله لازیات څیړنی تر سره کړی اود اور لګیدنی او درادیو دتخریب سبب څرګند کړی . باید وویل شی : امکان لری دغاز بالونونه وروسته داور لیګیدنی چاودیدلی وی .”
نی د افغانستان دازاددو ررسنیو ملاتړ اداره دبشری حقونودنړیوال او هم دبیان دازادیو د سازمانونوڅخه
غواړی، چی د غور سمیزی سرحد رادیو سره مرسته وکړی ترڅوخپل نشرات له سره پیل کړی.
دا لومړی ځل ندی چی د افغانستان سمیزی رادیو ګانی تر برید لاندی راځی، یوه میاشتی مخکی هم جلالآباد ښار ننگرهار ولایت کی د انعکاس رادیو د تر بمی او راکټی برید لاندی راغله چی یو لړ زیانونه یی نوموړی رادیو ته ورپیښ کړه .
د غور په ولایت کی څلور سیمیزی رادیو ګانی او هم یوه ملی رادیو دڅو چاپی نشریی تر څنګه نشرات لری چی دغور ښاریانو ته دمعلواتو رسولو خدمات سر ته رسوی .