دنی دفتر دازادو رسنیو ملاتړ اداره ، دیک او طلوع تلویزون ته ګواښ دترهګرو طالبانو له خواپه سختی سره غندی طالبان په خپل دی کار سره یوځل خپله دښمنی دانسانیت او تمدن سره ښیی .

د۲۰۱۵ کال د اکتوبر پر ۱۲ دطالبانو نظامی شورای په خپل یوه خپره شوی ویب سایت کی الاماره په نوم ددی دوه رسنیو دکندز دنیولو درپوټونو په نشرکولو سره ویره اچونکی طالبانو دا رسنیو ته ګواښ کړی .په هغه اعلامیه کی نوموړی دوی رسنی ته یی دښمن خطاب وکړ او تاکید وکړ چی وروسته لدی به دهغوی د پوځی ادافو څخه وی او هر خبریال چی پدی دوو رسنیو کی کار کوی ، دهیڅ ډول مصوونیت څخه برخمن نه وی .

دطالبانو دا اعلامیه ددی ښکارندوی ده چی هغوی په هیڅ ډول انسانی، اسلامیاو نړیوال ارزښتونو باندی باور نه لری او هر وخت چی وخت لاس ته ورغلی دی راځی او رسنیو او دبیان آزادی ته زیان رسوی . لکه څرنګه چی دڅو خبریالانو شهادت لکه اجمل نقشبندی، عبدالصمد روحانی، سردار احمد، زبیر حاتمی او …… دطالبانو له خوا ددی پردی خبری باندی صدق کوی . دبل پلوه په کندز کی درسنیو ، چور چپاول او هغوی اور اچول دطالبانو له خوا دا ښیی چی دبیان ازادی ته هیڅ ډول احترام نه لری او د بیان دآزادی دقسم خوړونکی دښمنانو څخه شمیرل کیږی .

دا طلوع او ۱ تلویزونی شبکی په رسمی اعلامیو کی ګواښیی ، دا ګواښ یوازی دوه تلویزونو ته منحصر نه دی ، هرکله چی پر هر رسنۍ باندی یی لاس برشی ، دکندز درسنیو دسرنوشت سره مخامخ شی .

دافغانستان اسلامی جمهوری دولت ، باید دخپلو قانونی به اساس مکلفیتونو پراساس او درسنیو دقانون پر اساس دخبریالانو او رسنیو دمصوونت دساتلو په موخه ځانکړی تدابیر او کړنی تر لاس لاندی ونیسی . داچی طلوع او ۱ تلویزونی شبکی په دیره سخته لهجه دطالبانو له خوا ورته ګواښ شوی دی چی د هغوی دملاتړ په موخه باید خاص تدابیر ونیول شی پدی باره کی صدیق الله توحیدی د رسنیو دڅار رئیس داسی وایی : ” موږ د امنیتی ارګانونو سره مستقیم اړیکی لرو او دافغانستان دحکومت څخه غواړو چیددی دوو تلویزونو دکارکوونکو دساتنی په موخه څانکړنی تدبیرونه تر لاس لاندی ونیول شی او اندښنه پدی هکله ونه لری او هر څه ژر د هغه په له منځه وړلو کی لاس په کار شی .”

دنی دفتر د امنیتی ارګانونه څخه درسنیو او خبریالانو مصوونیت غواړی او اجازه ورنکړی چی چی دبیان دآزادی دښمنان خپلو مخو ته ورسیږی او دازادو رسنیو آواز چی د اوسنی نظام د لاس ته راوړنی څخه دی ، له منځه ولاړ نه شی . د بل پلوه رسنی او خبریالان غواړی چی چی یو دبل دملاتړ په موخه یو آواز او متحد شی ، ځکه چی د رسنو قوت ستاسو په همکاری او اتحاد کی دی .

او موږ دنړیوالو ټولنو ، د بیان دنړیوالو بنسټونو وبشری حقونو څخه غواړو ترڅو د موضوع حساسیت درک کړی او اجازه ورنکړی چز په ګواښ او ویره اچونکی سره دافغانستان دخلکو لاس ته راوړنی له منځه یوسی .