د چهارشنبی ماښام دموبی ګروپ دکارکونکو پریو موټر دکابل ددارلاامان پر عمومی سړک (دطلوع، طلوع نیوز، او لمرتلویزونو او هم د آرمان، رادیو د اراکوزیا راډیو، افغان سین او کابورا پرودکشن) باندی ځان وژنکی برید وشو چی ددی برید په ترځ کی دموبی ګروپ اوه تنه کار کونکی شهیدان او دشلو نه زیات نور ټپیان شول .

طالبانو وروسته له څو ساعته ددی خونړی برید مسوولیت په غاړه واخیست او تاکید یی وکړ که چیری دطلوع تلویزون خپرونی پر اسلامی او افغانی ارزښتونو باندی عیار نه شی ، بیا به هم د برید لاندی ونیول شی . طالبانو په خپل دی جنایت کارانه او وحشیانه عمل سره وښودل چی ټول ملکی کسان به هغوی ته لکه پوځی موخی وی .

وروسته له هغه چی دقندوز ښار دطالبانو لاس ته ورغی ددوی له خوا یو زیات شمیر بشری ضد جنایات د کندوز د ښاریانو پر وړاندی تر سره شول کله چی ددوی داجنایات درسنیو په تیره بیا د طلوع او«یک» تلویزونو له خوا نشر شول دترهګرو طالبانو له خو دا دوه تلویزونونه پوځی موخی اعلان شوی او ګواښ یی وکړ چی دوی به له منځه یوسی .

اوس د نی دفتر چی دازادو رسنیو ملاتړ اداره ده دټولو رسنیو څخه غواړی چی ددی جنایت ډک عمل پر وړاندی ګډه موضع ونیسی .