دغزنی په ولایت کی دپژواک خبری آژانس خبریال سیف الله مفتون تیره شپه کله چی دکور خواته روان و چی ناشناخته وسله والو کسانو څاره او دغزنی ښار په یوه کوڅه کی یی ودراوه اوروسته له ووهلو یی دده لپ ټاپ کمپیوتر او تلیفون دځانه سره یوړه.
دافغانستان دخپلواکو رسنیو ملاتړ اداره دخبریالانو پر وړاندی د بی امنی دزیاتوالی څخه اندیښمن دی او دافغانستان ددولت څخه غواړی چی دخبریالانو دځانی او دشغلی امنیت دساتلو په موخه د هیڅ ډول هڅی او هاند څخه سپما ونه ګړی.
د نی دفتر همدارنګه دغزنی ولایت دپولیسو څخه غواړی ترڅو ددی جنایت عاملین ډیر ژر ونیسی او دقانون منګلو ته یی وسپاری ، ترڅو دداسو غیر انسانی او غیر قانونی پیښو دتکرار څخه مخنیوی وشی.
دافغانستان اسلامی جمهوری دولت دنافذه قوانینو په اساس دخبریالانو دځانی او شغلی امنیت په ساتنه مکلف دی.
په روانه اونی کی دخبریالانو پر وړاندی تاوتریخوالی زیاتوالی موندلی دی ، دمزارشریف په ښار کی دیو خبریال ناڅرګنده وژنه دکورنی پر وړاندی یو د هغه ټکان ورکونکی دتاوتریخوالی پیښو څخه پدی وروستیو ورځو کی شمیرل کیږی.
موږ یو ځل بیا د دافغانستان ددولت څخه غواړو چی دهغه کسانو او ډلو مخه ونیسی کوم چی د خبریالانو پر وړاندی د زړر زیاتی سبب کیږی او اجازه ورنګړی چی یو مټ سودخوړونکی او قانون ماتونکی په هیواد کی دبیان آزادی دخطر سره مخ کړی.
دیادولو وړ ده چی مخکی لدی هم دهیواد په مختلفو سیمو کی خبریالان دتاوتریخوالی لاندی نیول شوی خو لاتراوسه دیوه خبریال پر وړاندی دتاوتریخوالی دوسیه نده څیړل شوی.