فیصل نوری، د کندوز ولایت دسیمیز تلویزون خبریال ادعا لری چی تیره ورځ دمرغومی پر ۱۴ نیټه دکندز ولایت د والی د ساتونکی له خوا وهل شوی دی .

 

د ارایه شوی انځورونو او رپوټونو پراساس؛ د کندوز والی پرون په یوه طرح شوی پروګرام کی چی دکندز دپوهنتون نوی رییس یی معرفی کاوه ، خو دکندز د والی دا کار د ځینو استادانو دسخت غبرګون سره مخ شو او نوموړی پروګرام مختل شو ، دوالی ساتونکو او دلاس لاندی کسانو په تالار کی استادان او حاضر میلمانه یی دتوپک د میلو په وهلو سره لیری کړل. ښاغلی فیصل نوری د خاور دتلویزون خبریال ددی وضعیت څخه انځور اخیسته، وایی چی د والی د ساتونکو اودوالی دسکرټرمیرویس احمدزی دوهلو ټکولو لاندی راغلی او ګواښل شوی دی . ارایه شوی انځور داښیی چی دخبریال ادعا درسته ده .

د خاور د تلویزون دخبریال پر وړاندی دتاوتریخوالی ډک چلند کندز دوالی دسکرټراو دلاس لاندی کسانوله لوری د یوی خوا زورزیاتی او دقانون ماتونه ښیی، او دبل لوری دخبرونو پرخپرولو باندی بندیزاوسانسور خپله دقوانینو نقض دی چی په دواړو صورت کی داکار دقانونی مجازاتو سبب ګرځی .

دنی دفتر دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره دکندوز د والی دساتونکی داکار غیرقانونی او دانسانی کرامت څخه لیری بولی او هغه په سختی سره غندی .

دکندز والی باید هرڅه ژر دا دوه تنه چی یویی ساتونکی او بل یی دوالی سکرټردی او د دخبریال په وهلو ټکولو باندی تورن دی،وعدلی او قضایی څانګو ته وسپاری او قانون دی پر هغوی باندی پلی کړی او هم خپل دلاس لاندی کسانو ته دا تفهیم کړی ترڅو معلوماتو ته دلاسرسی حق او دبیان ازادی ته احترام وکړی .

دنی دفتر همدارنګه د کشفی، عدلی اوقضایی بنسټونو څخه په ټینګه غوښتنه کوی چی دکندز والی ددی دوه تورونو کسانو د نه سپارلو په صورت کی به خپله لاس په کار شی او دقانون دپلی کیدو په موخه ګام پورته کړی او دا دوه قانون ماتونکی به دمحکمی میز ته را وکاږی دنی دفتر عدلی او قضایی څانګو ته یوه میاشت وخت ورکوی چی پدی هکله خپلی څیړنی بشپړی کړی او خپل لومړنی څیړنی درسنیو او دنی ددفتر سره شریک کړی