نن د نوامبر ۲ چی دخبریالانو پر وړاندی د دمجازاتو څخه دخلاصون دود ته دپای ټکی ایښودلو نړیواله ورځ ده. د۱۳۸۰ راهیسی دنی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره د۱۵۰۰ نه زیاتی دتاوتریخوالی دوسیی ثبت کړی دی، دعدلی او قضایی څانګو دمعلومات پراساس یوازی ۶۰ دوسیی دمحاکماتی برخو څخه تیر شوی او فیصله شوی دي.

.

او د 50 په شاخواکی دوسیی په عدلی او قضایی څانګو کی د څیړنی لاندی دي او نوری دوسیی دوخت دتیریدو په دلیل د څارنی څخه ایستل شوی دی؛ او یا دځای دتغییر پراساس او یاهم دنه کشف او نه څار له کبله هیڅ ندی څیړل شوی.

دنی دمعلوماتو پر اساس د۸۰۰ نه زیات دتاوتریخوالی موارد چی په هغه کی وژل، ټپی کیدل،نیونه ، وهل ټکول، ګواښ اوسپکاوی  او دهغوی تښتونه دطالبانو او نورو ترهګرو ډلو  له لوری تر سره شوی دي، چی هیڅ ډول څیړنه پدی برخه کی نه و تر سره شوی د مثال په توګه د۶۰ تنو خبریالانو دوژنی عاملان طالبان او نور ترهګری ډلی دي چی دوسیی اصلا ندی ارزول شوی.

نوموړو ټکو ته په پاملرنی سره نی بیاهم دغه لاندی مواردو ته پاملرنه غواړی:

۱.افغانستان دحکومت لومړیتوب باید دتاوتریخوالی هغه عملان چی دحکومت په دستګاه کی دی محکمه کول دي .

 

۲.دطالبانوسره دمذاکراتو په مهال، کوم د تاوتریخوالی عاملان چی دطالبانو او نور ترهګرو ډلو په منځ کی وی معامله صورت وه مومی.

۳. باید ځواب ووایی  چی د5000 کسانو په منځ کی چی خوشی شوی دي پرخبریالانو باندی دتاړتریخوالی عاملان شامل نه دي .

۴. د افغانستان حکومت باید دخبریالانو پر وړاندی دتاوتریخوالی عاملان چی دنا معلومو وسله والو تر نامه لاندی دی هغوی وپیژنی او او هغه د عدالت منکلو ته وسپاری   .