نی  دفتر ته درسیدلو راّپورونو پر اساس، د مخابراتی شبکو فعالیت  د بادغیس  په ولایت  کی دتیرو ۲۴ساعتو راهیسی دطالبانو دگواښونو له کبله پری شوی دی . او یوازی یوه شبکه  دقلعه نو په مرکز  کی فعال ده . همدارنگه  برشنا هم دتیرو ۴۸ ساعتونو راهیسی پری شوی ده . دڅلور خصوصی رادیوو نه یوازی ددو رادیوو آواز اوریدل کیزی او ددو نورو رادیوگانو آواز نه اوریدل کیږی چی اکثرآ دبرښنا دنه شتون له کبله پری شوی دی .

دنی په باور دمخابراتی  شبکو دفعالیت پری کول آزاد معلوماتو رسولو پروسه له خنډ سره مخ کوی  دنی ددفتر رییس  عبدالمجیب خلوتگر، وایی؛ دمخابراتی  شبکو دفعالیت  او هم دبرښنا قطع کول دمعلومات رسولو فعالیت دخند سره مخ کوی . د بادغیس ولایت خلک معلوماتو ته لاسرسی نه لری.

خلوتگر وایی:« معلومات رسولو په برخه آسانیتاوی راوستل دقانون پراساس د حکومت دنده ده  اودبرښنا دجریان په پری کولو او هم دمخابراتی  شبکو دفعالیت  نه شتون دبادغیس اوسیدونکی معلوماتو ته دنه لاسرسی څخه محروم کړی دی او هرهغه څه چی پیښیږی دمعلوماتو څخه یی محروم دی او بی‌خبرپاتی کیږی  او پر حکومت دی چی هڅه وکړی ترڅو هرڅه ژر مخابراتی شبکو  ته  دفعالیت زمینه  برابره  کړی ».

نی د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره  تاکید کوی چی حکومت باید هغه  مسوولیت  چی د قانون په وړاندی لری  باید به چټکی سره په بادغیس ولایت کی  د مخابراتی شبکو دفعالیت زمینه برابره کړی  ترڅو ددی ولایت وګړی ته دهغوی دقانونی حق چی معلوماتو ته لاسرسی ده ګټه واخلی.