د ملی یووالی جکومت  «دحکومت دمعلوماتو رسولو پلان د  ۱۳۹۸ شمسی» کال او « داستراتژیکو داړیکو لارښود» معرفی کړی دی  دی  لومړی ځل دی چی داسی پروګرام توین شوی دی. خو په نظر کی ده چی هر کال یو خل پر داسی طرحو باندی کار وشی او وروستی خپرونه د رسنیو سره شریک شی  .

نی، دافغانستان ازادو رسنیو ملاتړ اداره، ددی پروګرامونو جوړول د معلوماتو رسولو دآسانتیاپه موخه یو ګټور ګام بولی  او دهغه څخه هرکلی کوی. په همدی حال کی اندیښنه پدی کی ده هسی نه چی ددی پروګرام معرفی –په تیره بیا په اوسنی ـ حال کی  تبلیغاتی جنبه‌ ولری او یوازی د ټاکنو د ګرم کولو په موخه اور وی.

ځکه د نی دفتر دملی یوالی د حکومت څخه غواړی چی پروګرام دعملی تطبیق په موخه ارائه کړی ترڅو رسنیزه ټولنه دهغه په رڼا کی ګام پورته کړی .

د نی دفتر اجراییه رییس عبدالمجیب خلوتگر، وایی چی ددی پروګرام جوړول او تطبیق دستاینی وړ دی؛ خو حکومت باید توضیح ورکړی چی څه طرحی ددی پروګرام د عملی کولو په موخه لری تر څودخبریالانو او رسنیو داطمینان‌سبب شی چی ددولتی اداراتو څخه دمعلوماتو دحاصولو په موخه صادر شوی دی

نی، د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره دهیواد دمعلوماتو رسولو دبد وضعیت ته په پاملرنی سره هر هغه کړنی چی دمعلوماتو رسولو داسانتیا سبب کیږی دهغه څخه ستاینه کوی ؛ او دحکومت څخه غواړی چی موده سندونو تر څنګ دمعلوماتو دلاس ته راوړنی په خاطر،پرنور عملی ګامونو نوموړی روند یالړی ته دآسانیتا په موخه هم کار وکړی