دنی دفتر دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره د دننګرهار په ولایت کی د زبیر خاکسار،د ملی تلویزون خبریال وژنه په سختی سره غندی او دبی دفاع او بیګناه کسانو وژنه داخلاقی، دینی او انسانی اصولو په مغایرت ګی بولی .

دملی تلویزون خبریال زبیر خاکسار دسلواغی پر ۹ دجمعی په ماښام دننګرهار ولایت د سره رود په سیمه کی د ناشناخته کسانو د ډزو په پایله کی په ښهادت ورسید . دښاغلی خاکسار دیو تن همکارانو پر وینا چی نوموړی مخکی د داعش د ډلی له خوا په مرګ ګواښل شوی و.

دنی دعمومی ریس عبدالمجیب خلوتگر، په یوه بیانیه کی وویل :” د۲۰۱۶ کیلادی کال لومړی میاشت دافغانستان درسنیو دفعالیتونو په تاریخ کی ډیره خونړی میاشت تیره شوه ۸ درسنیو کارکونکی پدی میاشت کی ووژل شول .پداسی حال چی مخکی ډیر خونړی کال ۲۰۱۴ کال و چی په هغه کال ټوله ۸ خبریاله وژل شوی و.”

دنی دفتر پرخبریالانو باندی مستقیم برید په هیواد داندیښنی وړ بولی او دافغانستان دحکومت څخه غواړی چی درست لاره چاره دخبریالانو دامنیت د تامین په اړوند ترلاس لاندی ونیسی .

نی همدارنګه دافغانستان د دولت څخه غواړی ترڅو د ښاغلی خاکسار دوژنی په اړوند دننګرهار په ولایت کی وڅیړی او ددی خبریال د وژنی سبب خبریالۍ ټولنی ته واضح کړی.

دافغانستاندولت په تیرو ۱۴ کلونو کی دتاوتریخوالی د عاملینو په پیژندنه او هغوی ته د جزا ورکولو په اړوند غفلت کړی دی او ددولت دا ډول کړنی د بیان د آزادی دښمنان یی زړه ور کړی دی . دافغانستان دولت مکلف دی ترڅو ددی جنایتونو عاملین چی په تیرو ۱۴ کلونو کی چی۵۶ خبریالان وژلی وپیژنی او محاکمی ته وړاندی کړی .

دیادولو وړ ده چی زبیر خاکسار، ددی ترڅنګ چی یو خبریال و، د سیاست په برخه کی هم فعالیت درلوده او په فرهنگی، اودرسنیو او دبیان دآزادی په برخه کی دننگرهاروالی صلاح مشوری ورکولی.