په کابل ښار کی دلړم دمیاشتی۲۵ د پنج‌شنبه ورځ په ترهګره پیښی کی دکابل  یو شمیر ښاریانو خپل ځانونه دلاسه ورکړل او یو شمیر نور ټپیان شول .

کوم معلومات چی دنی دفتر ته رسیدلی داسی ښیی چی پدی ترهګری پیښی کی ، دراه فردا دتلویزون یو کمره مین او یو تن خبریال ورک شوی دی . د راه فردا د تلویزیون یو تن دمسوولینو څخه دنی دفتر ته وویل : د راه فردا دتلویزون یوه ډله ددی غونډی د خبری پوښښ په موخه تللی وه چی دتالار څخه دوتلو پر مهال چاودنه شوی ده  اوپه نتیجه کی تقی سدید ددی  تلویزیون خبریال دیر سخت ټپی شوی دی او حسین نظری کمره مین ورک دی.

د راه فردا د تلویزون دخبر مدیر رمضان عبدالله‌زاده، وایی ؛ په روغتونو کی یی د شهیدانو او ټپیان لست څارلی دی خو د شاغلی حسین نطری څرک یی نه دی پیدا کړی .

دنی دفتر د افغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره دا وحشیانه برید چی دهغه قربانیان دافغانستان دوسله والو ځواکونو ترڅنګ غیر پوځی کسان او خبریالان هم دی په سختی سره غندی . او دملی یووالی حکومت څخه غواړی چی دغیر پوځیانو دامنیت په موخه دی هڅه وکړی او په تیره بیا د  خبریالانو امنیت او مصوونیت په لمړیتوبونو کی  ځای ورکړی  .

مخکی لدی د  ۱۳۹۴کال په ژمی کی  ، زبیر حاتمی، د میترا تلویزیون کمره مین  په ورته برید کی داستقلال په لیسه کی دیو تیاتری پروګرام په ترځ کی لومړی ټپی شو او هغه ته دنه پاملرنی په نتیجه کی په روغتون کی خپل ځان له لاسه ورکړ .

دنی دفتر  دافغانستان  دآزادو رسنیو ملاتړ اداره دملی یوالی د حکومت څخه غواړی تر څو هر څه ژر هر هغه څه چی په خپل توان لری دټپیانو د درملنی په موخه تر سره کړی، که چیری ددی خبریال ددرملنی امکانات په هیواد کی دننه مساعد نه وی، باید دلیږلو زمینه یی دهیواد نه بهر برابر شی  .

دیادولو وړ ده چی دا ناسته د جوانان اندیشمند دشبکی له لوری د بلخ د والی د استاد عطا محمد نورد ملاتړ په موخه په کابل کی د لب جرپه څلو لاری د قصر نوین په تالارکی جوړه شوی وه .