ښاغلی حکیمی دتیری چهارشنبی څخه دملی امنیت په بند کی دي.

په هغه فلم کی چی 24 ساعته ددی خبرنه مخکی په ټولنیزو رسنیو کی خپوراو لاس په لاس ګرځی، حکیمی وایی چی د هغه دفیسبوک  له حساب څخه داسی موارد خپاره شوی دی چی جمهور رئیس‌ ته سپکاوی دی اوله دی وجی بخښنه غوښتی ده .

نی په دی باور دي چی دداسی ویډیو ثبت او خپرول چی دملی امنیت دشک پراساس تر سره شوی وی، غیرقانونی او افغانستان د رسنیود قانون سره په تضاد کی دي.

دنی رییس عبدالمجیب خلوتګر وایی، درسنیو هرډول خطا باید داطلاعاتو او کلتور وزارت  د رسنیزو سرغړونو اوشکایتونو ته  ته درسیدنی  د کمیسیون له لوری وڅارل شی.

ملی امنیت باید درسنیزو تیروتنو او دهغه دارزونی په برخه کی اقدام ونه کړی او اجازه ورکړی چی دافغانستان درسنیو قانون تطبیق شی.

نی دملی امنیت دعمومی ریاست څخه غواړی چی دبیان رادیوخبریال ښاغلی محبوب الله حکیمی هرڅه ژر آزاد کړی ترڅو دنومړی دوسیه  د قانون پراساس، داطلاعاتو او کلتور وزارت  د رسنیزوسرغړونو اوشکایتونو ته  ته درسیدنی  د کمیسیون له لوری وڅارل شی.