دبدخشان ولایت خبریالانو او رسنیزو ټولنو دحکومت پروړاندی داخبار دتحریم څخه هغه وخت لاس په سر شول، وروسته له هغه چی دبدخشان والی جنرال احمد فیصل بیک‌زاد، بخښنه وغوښتل .

څلور ورځی وړاندی دبدخشان ولایت خبریالانو په یوه اعتراضه غونډه کی دحکومت دنه پاملرنی له امله په غبرګون  کی او معلوماتو ته دنه لاسرسی په موخه دحکومت اړوند خبرونه تحریم کړی وه .

احمد فیصل بیک‌زاد ددی ولایت  والی پرون چهار شنبه خبریالانو سره په یوه مخامخ کی ناسته کی، سیمیز حکومت دخبریالانو غوښتنو ته دنه پاملرنی په خاطر بخښنه وغوښتل او ژمنه یی وکړه چی لدی وروسته به دخبریالانو او رسنیو ته پر خپل ټاکلی وخت اخبار او معلومات ورکوی .د بدخشات والی تا کید کوی چی دحکومت ټولو اداراتو او دحکومت ویاندانو ته به دنده ورسپاری چی دخبریالانو سره معلوماتو ته دلاسرسی په برخه کی او ځواب ویلو کی همکاری او مرسته کوی

دنی دفتر د افغانستان آزادو رسنیو ملاتړ ددی ترڅنګ چی دحکومت ددی کار څخه هرکلی کوی او تاکید کوی چی ژمنی یوازی د کاغذ پر مخ پاتی نه شی او دبدخشان سیمیز حکومت او دادارو مسوولین باید دقانون پراساس دبدخشان خلکو په تیره بیا خبریالانو ته پرخپل وخت دمعلوماتو په وروکولو ژمن وی .