دامریکا غږ رادیو خبریال مرحوم فاروق فیضی، چی دیوی مودی راهیسی دسرطان په  ناروغی اخته و، تیره شبه  ۱۲ بجی دلړم دمیاشتی پر  ۲۳ دهرات په  ولایت کی دی فانی نړی سره دخدای په امانی وکړه او ومړ.

دښاغلی فیضی څخه دو ه ماشومان چی یو یی دوه کلن او بل یی شپږ میاشتنی دی پاتی دی . هغه دخپلی کورنۍ یوازینی  روزی پیداکونکی و،چی نور پدی نړی کی نشته .

دبیان د آزادی او  دخبریالانو د مدافع ټولنو د ښاغلی فیضی په علاج کی دخپل  وس او قدرت تر حده هڅه کړی یو ځل یی دعلاج په موخه  دملی یووالی دحکومت په مرسته بهر ته هم لیږلی و.

نی د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره، دښاغلی فیضی پرمړینی خپل ژور خپګان  ښیی او د خواخوږی مراتب دهغه کورنۍ، او دمطبوعاتو کورنۍ ته وړاندی کوی .

له هغه ځایه چی فیضی دکار په  جریان کی دامریکا غږ رادیو سره دخبریالی ددندی پرمهال په دی ناروغی اخته او لدی نړی نه ولاړ ، ددی آمریکایی رسنۍ دمدیرانو څخه غواړو چی دمتحده ایلاتو د دقوانینو او پالیسی مطابق دنومړی کورنی سره پدی سختو شرایطو کی مرسته وشی  .

دنی دفتر همدارنګه دافغانستان داسلامی جمهوری ددولت څخه غوښتنه کوی ترڅو د هغه اداراتو څخه چی دخبریالانو دمعاش څخه مالیه اخلی هدایت ورکړی چی درسنیو دخبریالانو او کار کونکو لپاره  یو عملی دصحی بیمی دجوړولو دپلان په برخه کی یو طرح جوړه او اجرا کړی.

دروغتیایی بیمی نه شتون  ددی سبب شوی دی چی ځینی رسنیز خبریالان او کارکونکی د جدی اقتصادی ستونزو سره مخ شی او حتی دعلاج وړ ناروغیو له کبله خپل ځانونه له لاسه ورکړی  .

کوم قوانین او مقرری  چی په  افغانستان کی تر اجرا لاندی  دی پدی برخه کی  صراحت لری او په ځانګړی توګه دافغانستان دخصوصی ټولنیزو رسنیو دفعالیت دتاسیس دطرزمقرره دهیواد خصوصی رسنی پدی مکلف کوی ترڅو یو اندازه پیسی د رسنیزو کورنیو متوفی ته د اکرامیه تر نامه لاندی ورکړی  .

دافغانستان دخصوصی ټولنیزو رسنیو دفعالیت دتاسیس دطرزمقرری ۱۶ مادی په  په پنځم بند کی  نۍ او خبریالان یو دبل پر وړاندی تنظیم کړی، راغلی دی  :« که چیری یو کارکونکۍ د دندی پر مهال وفات شی اداره مکلف ده ،  چی دنورو حقوقو اوامتیازاتو برسیره دمتوفی دکورنۍ سره  دلس میاشتو معاش یی د اکرامیی په ډول د هغه کورنۍ ته ورکړی  .»

دنی دفتر د مرحوم روح ته دعا کوی او دالله  (ج) څخه هغه ته  دفردوس جنت غوښتنه کوی .