څلور اونیزی خپرونی چی د هرات په ښارکی نشرکیدی ، پدی وختونو کی د هرات دپوهنتون تر فشار لاندی او محبورشول چی د هغه خپریدو څخه تیر شی .

د پگاه، پاپیروس، هدهد او روشنگر هغه خپرونی وی چی د هرات دپوهنتون محصلینو خپل عملی کارونه په کښی خپرول .

ددی څلورو نشریو مسوولینو ویلی دی چی دهرات پوهنتون دژورنالیزم د پوهنځی رئیس دوی ته خبرداری ورکړی چی پدی خپرونو کی د دانشجو یا محصل او دانشګاه د کلماتو څخه استفاده ونکړی د هغه پرته به اجازه ورنکړی چی دا خپرونی چاپ او توزیع شی .

ددی خپرونو مسوول مدیران همدارنګه ادعا کوی چی دپوهنتون مسوولان وایی چی وروسته لدی به دا مطالب دنشر نه مخکی ددوی دنظر څخه تیر شی

د نی ددفتر عمومی رئیس عبدالمجیب خلوگر، وویل :” موږ دمسوول مدیرانواو ددی نشریو دکارکوونکو څخه غواړو چی خپل نشراتو ته لکه پخوا په شان دوام ورکړی او که چیری دوکومی ستونزی سره مخ شی د نی ددفتر سره اړیکه ونیسی .”

دنی دفتر چی دافغانستان د ازادو رسنیو ملاتړکونکی اداره ده د هرات ولایت دپوهنتون دا کړنی غندی ، او ددی پوهنتون دمسوولانو څخه غواړی چی دخبریالانو سره دقانون مطابق چلند وکړی.

د افغانستان دقوانینو پراساس هیڅ حقیقی اوحکمی شخص دسانسور داعمالولو او درسنیو په نشراتی چارو کی دلاس وهنی همدارنګه د هغه دتوقیف اوبندلو شرایط نه لری ، مګر داچی د صلاحیت لرونکی محکمی حکم دځان سره ولری

دڅلورو خپرونو توقیف او سانسور درسنیو د قانون دڅلورمی مادی پرخلاف دی .چی دخپرونی دنشرولو مخکی هرډول سانسور مردود شمیری او د هرډول حکمی او حقیقی اشخاصومداخله په ټولنیزو رسنیو کی منع دی

د نی دفتر چی دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره ده د هرات دپوهنتون د مسوولانو څخه غواړی ترڅو د بیان دازادی خنډ ونه ګرځی او پریږدی چی ښاریان او په تیره بیا محصلان دبیان دازادی څخه د قانون مطابق ګټه پورته کړی .