ذبیح الله تمنا او دیوید گِلکی، آمریکایی همکار یی یک شنبه دغبرګولی پر ١۶ د لشکرگاه ښار او دهلمند ولایت د مارجی په ولسوالی خپل ځانونه له لاسه ورکړل . سرچینی وایی چی دا دوه خبریاله د سړک دغاړی دیو ماین د چاودیدو له امله خپل ځانونه له لاسه ورکړل ، خو ځینی نو بهرنی سرچینی بیا وایی چی دطالبانو دکمین سره مخ شوی او طالبانو په مستقیم برید کی وژل شوی دی .

ذبیح الله تمنا،د چین شینهوای نړیوالمشهوری آژانس سره کار کاوه او دیوید ګلکی چی دامریکاپه ملی رادیو کی فعالیت درلود . د دی دوه خبریالانو مړینی خبر دخبریالی ټولنی ته ټکان ورکړ.چی خبریالان په افغانستان مصوون ندی .

دنی دفتر جی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ کوونکی اداره ، ددوو خبریالانو وژنه یو لویه ضایعه دافغانستان دخبریالانو کورنی لپاره بولی دټول آژانسونو، ملی او نړیوالو رسنیو څخه غوښتنه کوی ترڅو د ذبیح الله د نامه ترڅنګ “ترجمان” دلیکولو څخه ډډه وکړی . ځینو نړیوالو رسنیو د زموږ دهیواد خبریال ذبیح الله دبهرنی خبریال ترجمان عنوان کړی چی دنوموړی په حق کی جفا ګڼل کیږی.

د نی ددفتر عمومی رییس عبدالمجیب خلوتگر، دافغانستان او دحکومت امنیتی مسوولانو څخه غواړی تر څو ددی دوه خبریالانو په اړه هر اړخیز څیړنی تر سره کړی او د دی پیښی د څرنکوالی د خبریالانو سره شریک کړی .

خو ٢٠١۶ میلادی کال ، د افغانستان دخبریالانو لپاره ډیر خونړی کال دی چی ۱۰ تنه خبریالان او رسنیز کارکوونکی تر اوسه وژل شوی او یا هم ټپیان شوی دی .

دافغانستان حکومت مکلف دی تر څو ددی دوه خبریالانو دوژنی عاملین وپیژنی او د قوانینو پر اساس هغوی مجازات کړی.