دافغنستان د آزادو رسنیو ملاتړ دنی اداره ، دپخوانیو اعلامیو په دوام چی د۱۳۹۴ کال دمرغومی پر۶خپره کړی و. یو ځل بیا دافغانستان ددولت څخه دخلافت رادیودنشراتو دتوقف غوښتونکی شو کوم چی دهیواد په خیځو سیمو کی فعالیت لری ، نوموړی رادیو څو موده مخکی نشرات یی په پښتو ژبه پیل چی ددولت تبلیغاتی فعالیتونه خپروی ، او دادی اوس کوم رپوټونه چی زموږ اداری ته رسیدلی دی ؛ نوموړی رادیو دپښتو نه برسیره په دری ژبه هم پراخ فعالیتونه په لاره اچولی دی او ویل کیږی چی دوی به ډیر ژر په انګلیسی ژبه هم خپرونی پیل کړی .

دنی دفتر غیرقانونی نشراتی فعالیتونه دپردیو او ویره اچونکو له خوا دافغانستان په خاوره کی دادافغانستان اساسی قانون اودافغانستان د سیاسی حاکمیت په وړاندی یو څرګنده او صریح نقض بولی او هغه ناوړه عواقب چی په اوږدمهالی کی چی دخلکو پر اذهانو باندی وشنیدی، انیښنه لری .نو ځکه دامنیتی مسوولینو او اړونده اداراتو څخه غواړی چی دقانونی او امنیتی ناوړه حالاتو په نظر کی نیولو او خپل مسوولیتونه په درک کولو سره په هرډول چی کیږی فریکونسی دی پیدا اوپری کړی ترڅو دترهکریزوس مفکورو دزیاتوالی او هم د دولت او ښاریانو تر منځ د درز او بیلوالی څخه مخنیوی وکړی.

موږ باور لرو چی ددی رادیو د نشراتو دوام کولای شی چی داعش ډلی دهیواد په ختیځ به یو شمیر ځوانان په ترهګرو ډلو کی جذب کړی چی دا کار دهیواد ملی حاکمیت او د دموکراسی راتلونکی تر پوښتنی لاندی راولی.