دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت خبرداری ورکړی دی ترڅو چی د فیسبوک شرکت دافغانستان قوانین او پالیسی رعایت نه کړی ،ددی شرکت  فعالیتونه به په «مطلق » ډول ودروی .

ددی وزارت مسوولانو اعلان کړی دی اودفیسبوک شرکت ته یی ۶ میاشتی وخت ورکړی دی تر څو دافغانستان حکومت لارښودنی او قوانین تر اجرا لاندی ونیسی .

نی دفتر د افغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره دهر محودیت وضع کیدل پر رسنیو باندی یو لویه ضربه او ګوزار دبیان پر آزادی ګڼی .

دنی دفتر اجرایی رییس عبدالمجیب خلوتگر وایی، د افغانستان داساسی قانون د ۳۴ مادی پر اساس ـ چی په هغه کی دبیان آزادی تسجیل شوی ـ هیڅ ډول محدودیت وضع کیدل پر ټولنیزو رسنیو باندی دمنلو وړ نه دی  

دښاغلی خلوتگر پر وینا ، دافغانستان قوانین درسنیو دفعالیت چارچوب یی  تعریف کړی او دهر ډول عمل چی ددغه چهارچوکاټ خلاف وی، دقانون صریح مخالفت بلل کیږی.

نو ځکه نی دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت څخه غواړی چی ددی پرځای چی ټولنیزی شبکی محدودی کړی، په قانون کی دهغه پر منظم کولو باندی هڅه وکړی . نی دټولنیزو رسنیو پر نظام‌کولو باندی ددی عرصی د متخصیصینو په همکاری سره کولای شی چی داسنادو په چمتو کولو سره هغه اسناد دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت سره په منځ کی کښیږدی. ترڅو دا اسناد حکومت ته دټولنیزو رسنیو حقوقی دچارچوب  فعالیت په ټاکلو کی مرسته وکړی .