نی دافغانستان د ازادو رسنیو څخه دملاتړ دفتر، د حق پوهاوی نړیوال ورځ د یوی مطبوعاتی غونډی په ترځ کی ولمانځه .

دا ورځ دحق غوښتنی دبنسټونو له خوا داطلاعاتو دازادی په موخه په ۲۰۰۲ کال کی د ستمبر پر ۲۸ دبلغاریا هیواد دصوفیا په ښار کی یی وړاندیز وشو چی دمنلو وړ وګرځیده .چی ددی ورځی د نوم ایښودلو څخه موخه داوه ترڅود دولتی بنسټونه اطلاعاتو ته دلاسرسی حق د حکومت دیوی ښی ولسواکی نظام په حیث ترینه ګټه واخیستل شی .

که څه هم دافغانستان په حقوقی نظام کی ، وروسته له هغه چی اوسنی نظام ، ځینی پرمختګونه اطلاعاتو ته دلاسرسی په موخه صورت موندلی دی چی کولای شو په ۱۳۸۲کال کی دافغانستان په اساسی قانون کی داساسی حق په توګه اوپه ۱۳۹۳ کی اطلاعاتو ته دلاسرسی حق دقانون دتدوین په توګه یادونه وکړو.

. خودا لاس ته راوړنی کافی نه دی او لا تر اوسه دهیواد وګړی په تیره بیا خبریالان اطلاعاتو ته دلاسرسی په موخه   ډیری زیاتی ستونزی لری .دا چی خبریالان په کافی اندازه اطلاعات نه لری، نو ځکه خپل ځان سانسوروی او هغه معلوماتو ته چی خلک اړتیا لری لاسرسی نه لری .

د محرمیت حالت اوس هم په دولتی بنسټونو کی دوام لری دولتی مامورینو ته د پوهیدو حق آشنا او مفهوم ندی.

دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره نی ، پر اطلاعاتو باندی دلاسرسی حق په موخه دیو ارزونی یانظارتی کمیسیون جوړول په نیک فال نیسی او دا د وګړو دپوهیدو دحق دتامین لپاره یولویه لاس ته راوړنه بولی .

دنوموړی کمیسیون څخه غواړی چی اطلاعاتو ته دلاسرسی قانون د اجرایی کیدو په موخه لازم او ګټور تدابیر او کړنی تر سره کړی.