وروسته له هغه چی دطالبانو ډلی خبریالانو ته خبردارۍ ورکړې اوس د رسنیزي ټولنی اندیښني  د بل هر وخت په پرتله زیاتی شوی دی .

پدی وروستی کی د ځینو رسنیو یو فهرست په ټولنیزو رسنیو کی لاس په لاس ګرځی چی  گواکی طالبان پر نوموړو رسنیو د برید نیت لری .په داسی شرایطو کی،  نی د افغانستان ازادو رسنیو ملاتړ اداره یو خل بیا دملی یووالی حکومت څخه غواړی  چی د  رسنیو او خبریالانو  دامنیت په تامین  کی جدی پاملرنه وکړی اواطمینان  ورکړی چی د رسنیو بیان آزادی څخه ملاتړ کوی .

د نی دفتر اجرایی رئیس عبدالمجیب خلوتگر وایی: « دولت باید هر څه ژر هر هغه کړني چی درسنیو دامنیت دتامین په موخه تر سره کړی دی رسنیزی ټولنی ته ډاډګیرنه  ورکړی موږ تمه لرو چی  حکومت  د قانونی مسوولیت پراساس چی پر غاړه لری رسنیو او خبریالانو ته ډاډ ورکړی هر هغه څه چی په وس کی لری د خبریالانو او رسنیو دامنیت دتامین په موخه تر سره کوی او اجازه به ورنکړی چی دبیان ازادی زیان ووینی  .»

په همدی حال کی نی د افغانستان ازادو رسنیو ملاتړ اداره  دامریکا او طالبانوتر منځ دسولی  په نوی خبرو اترو کی دافغانستا ن دسولی لپاره د امریکی دځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد څخه غوښتنه کوی  چی د بیان آزادی او رسنیو آزادانه فعالیت د سری کرښی په شان دسولی په خبرو کی مطرح کړی.

د نی دفتر اجرایی رئیس عبدالمجیب خلوتگر وایی: « لومړی دملی یووالی حکومت څخه  او په دوهم ګام کی دښاغلی  زلمی خلیل‌زاد څخه غواړو ، داچی یو د مهمو لاس ته راوړنو څخه  ،دبیان آزادی او رسنیز  فعالیتونه  دی،  دسولی دخبروقربانی نکړی .  درسنیری ټولنی غوښتنه داده چی دبیان ازادی او رسنیز فعالیتونه پرته له کوم قید اوشرط څخه دسولی په خبرو کی دیو غیر معاملی کولو ارزښت په شانی دافغانستان دخلکو له لوری ورته کتل کیږی  مطرح کړی.»

دیادولو وړ ده چی  طالبانو د چنګاښ دمیاشتی په دریمه نیټه دیوی اعلامیی په ترځ کی  دافغانستان رسنیو ته  خبرداری ورکړی او یوه اونۍ یی ورته وخت ورکړی چی دنه منلو په صورت کی به پر رسنیو باندی د پوځی موخی په شان برید کوی .