یو لیک د نی دفتر چی د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره ده  رسیدلی دی  چی دتاکنو دخپلواک کمیسیون له آدرس څخه لوی څارنوالی ته  استول شوی دی . په دی لیک کی دلوی څارنوالی څخه غوښتی دی چی د هشت صبح ورخپاڼه او ددی مقالی  لیکونکی  چی ددسلواغی پر ۶ په ۳۰۳۹ ګڼه کی  دټاکنو دکمیسیون  په اړه تر دی عنوان لاندی (دټاکنو دکمیسیون او دپردی شاته لوبی: “۵۰۰زره ډالره ورکړه ، دوکالت څوکی په ضمانت دتا”) خپور شوی دی دقانونی څارلاندی ونیسی  .

نی د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره دټاکنو دخپلواک کمیسیون له لوری ددی مسالی څیړل د لوی څارنوالی له لوری دټولنیزو رسنیو دقانون د۴۴ مادی ددوهمی فقری خلاف بولی ، ددی مادی په دوهمه  فقره کی راغلی دی چی : « د شکایتونو او سرغړونو ته درسیدنی کمیسیون ددی ماده دا فقره  د څیړنی  لاندی نیوله او د توصیی، اخطار اویا عدلی تعقیب په موخه اړونده  مرجع ته وروپیژنی ».

نی د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداری رییس عبدالمجیب خلوتگر، وایی د قانون پر اساس هر شکایت چی درسنیزو کارکونکو او یا رسنیو څخه منځ ته راخی باید د شکایتونو او سرغړونو ته درسیدنی کمیسیون  له لاری وڅارل شی. او که  مسئله جرمی بڼه ولری او عدلی او قضایی  پړاونه ولری باید د شکایتونو او سرغړونو ته درسیدنی کمیسیون هغه محکمی د لازیاتو څیړنو په موخه راجع شی  . اوس دټاکنو دکمیسیون دا غوښتنه چی دقانون سره په تضاد کی  قرار لری یوډول پر رسنیو باندی فشار بلل کیږی تر څو په راتلونکی کی هیڅ رسنی جرئت ونکړی ترڅو داسی موارد خپاره کړی .

نی د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره دټاکنو دخپلواک  کمیسیون څخه غواړی چی دا موضوع دی درسنیو دشکایتونو او سرغړونو  کمیسیون  ته وسپاری ترڅو دقانونی لاری وڅیړل شی .