وروسته له هغه نصرت الله اقبال دوهلو تکولو لاندی راغی کله چی ده د فیس بوک په ټولنیز( اجتماعی) صفحه کی د پروان والی عبدابصیر سالنګی پر لیکلی کتاب باندی نقد وکړ.
ښاغلی اقبال چی د بخدی په آژانس کی هم فعالیت لری (۱۳۹۲کال د اسد ۴) د جمعی په ماښام د پروان د پلویانو له لوری دکابل یو هوټل ته راغوښتل کیږی کله چی نصرت الله بلنه منی او هوټل ته راځی ګوری چی د پروان والی عبدالبصیر سالنګی هم هلته حضور لری سالنګی لومړی دده سره لفظی شخړه کوی او بیا د خپل افرادو په ذریعه دی ډیر سخت وهی.
نی دافغانستان د ازادو (خپلواکو) رسنیو ملاترکوونکی د نصرت الله اقبال وهل په سختو الفاظو سره غندی او دهیواد د عدلی او قضایی مراجعو څخه غواړی تر څو دا موضوع په ټینګه سره وڅیړی او ددی زورزیاتی د قضیی عاملان محاکمی ته را وکاږی.
د یوه خبریال وهل یوازی پدی خاطر چی د فیس بوک په ټولنیز صفحی کی خپل نظر څرګند کړی د افغانستان د خلکو لپاره د خطر زنګ دی داچی وروسته لدی حکومتی مسوولین حتی د (انترنت) په مجازی صفحه کی هم د ګوت څنډنی (انتقاد) د اوریدو حوصله نه لری اود یوشخص پر کړنو باندی په یو ډیر کم انتقاد باندی منتقد د ډیر سخت تاوتریخوالی سره مخامخ کیږی.
نصرت الله اقبال په داسی حال کی د پروان والی د زور زیاتی ښکار کیږی چی (نی ) دافغانستان د آزادو (خپلواکو ) رسنیو ملاتړ کوونکی اداری تیر کال د یونسکو او دولت څخه غوښتی وه چی د اسد یا زمری میاشت لومړی اونی د ټولنیزو رسنیو اونی په نامه رسمآ په رسمیت وپیژنی.