دتیر کال شش درک د ځان وژنکو د برید دعاملانو دنیونی خبر چی پریو شمیر خبریالانو باندی صورت موندلی و، یو ښه او دخوښې وړ خبردی او باید دخبریالانو پر وړاندی دتاوتریخوالی ټول عاملان ونیول شي.
دملی امنیت ریاست هغه شمیر کسان چی ادعا کوی چی دا دعش دډلی غړی دی، او درسنیو دکمرو پر وړاندی وایی چی دا کسان دتیرکال دخبریالانو دځان پر وړاندي دبریدونو عاملان دي .
دنی دفتر چی دافغانستان دازادو رسنیو دملاتړ اړاره ده، دملی امنیت عمومی ریاست څخه غواړي ترڅو دیوی مسلکی څیړنۍ په پایله کی دهغه کسانو په نیونه کی چی پدی برید کې لاس درلوده ونیسی. نی همدارنګه دعدلی او قضایی بنسټونو څخه غواړی ، په هغه صورت کی چی ثابت شی چی ددی بریدونو سازمان‌ ورکول دهمدی کسانو له لوری شوی دی باید هغوی په سختو مجازاتو باندی چی دافغانستان قوانینو مطابق وی محکوم شی، همدارنګه عدلی او قضایی بنسټونه باید د قربانیانو کورنیو ته دا وخت ورکړی چی ترڅو خپل لیدلوری یانطرونه دخپل اولادونو دوژنکو په اړه وړاندی کړی.
دیادونۍ وړ ده چی دتیر کال دغویی په میاشته کی، نه تنه خبریالان او کمره مینان کله چی غوښتل د ځان وژنکی برید څخه راپور جوړکړی په یوه بله ځان وژنکي برید کې دشش درک په ساتندویه سیمه کی دبرید موخه وګرځی .
دملی امنیت ریاست معلوماتو پر اساس، نیول شوی کسانو په ۲۸ نورو ترهګرو بریدونو کی هم لاس درلوده