د آرمان ښار رادیو او شهر بانو اونیزی دفتر ته څیرمه چی دپلخمری ښار شپږسوه کوټی ودانۍ  ته نژدی موقعیت لری  دشپی 8 بجی دسړک دغاړی یو ماین وچاودیده د ارمان شهر مسوول مدیر او دشهربانو داونیزی سردبیر سید عظیم هاشمی دډیرو زیاتو مالی زیانونو ته په هکله چی نوموړی رادیو او اونیزی دفتر اړول شوی دی یادونه وکړه .

نی د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره د کورنیو چارو  وزارت اوملی امنیت ریاست څخه غواړی ترڅو دامنیت په تامین کی ځنډ ونکړی او درسنیو دامنیت تامین په خپلو لومړیتوبونو کی ودروی. همدارنګه د بغلان په ولایت کی د امنیتی ارګانونوڅخه غواړی  ترڅودرسنیو امنیت پدی ولایت کی په کلکه  په نظر ولری او دهغه په تامین کی هڅه او هاند وکړی.

دیادولو وړ ده چی موږ بغلان ولایت دملی امنیت د ریاست څخه غواړو چی دماین دچاودنی موضوع چی دبغلان ولایت د ښار رادیو دفتر او اونیزی دفتر ته مالی زیانونه ورسول په ټینګه وارزوی او دهغه عاملان دقانون منګلو ته وسپاری .

داسی اندیښنه هم شته داچی دآرامان رادیو دیوالونه او کړکی ماتی شوی دی امکان لری دشپی له خوا ددی رادیو وسایل غلا شی ، نوځکه دبغلان دامنیتی ارګانونو څخه غواړو ترڅو امنیتی ځواکونه دشپی له خوا درادیو دوسایلو دساتنی په موخه وګمارل شی .