دپنجشنبی په ماښام پرموټر سایکل سپرودچاریکار په ښار کی د دنیای نوین پر رادیو باندی دیوه لاسی بم په ویشتلو سره ، یو ځل بیا په افغانستان کی دبیان آزادی یی خپل موخه وګرزول چی دخبریالانو او درسنیو د کارکوونکو داندیښنی سبب شو .

ددنیای نوین درادیو مسوولانو دنی درسنیو دڅار دفتر ته وویل ددنیای نوین ددفتر د دروازی امنیتی کمری داسی ښیی دوو تنه چی پر موټر سایکل سپاره وه خپل موټر سایکل درولی دهغو څخه یوه لاسی بم ددیوال دشا څخه اچوی او بیا تښتی. په خوښی سره پدی پیښه کی ددنیای نوین یو کارکونکی هم ندی ټپی شوی خو یو څه مالی زیان ور رسولی دی .

عبدالمجیب خلوتگر، دنی ددفتر عمومی رئیسچی دازادو رسنیو ملاتړ اداره ده وایی :” دپروان ولایت پولییس مکلف دی ترڅوپدی مورد کی د هیواد درسنیو او خبریالی ټولنو ته قناعت ورکونکی ځواب ووایی او خپل څیړنی د خبریالانو او دنی ددفتر سره په منځ کی کښیږدی برسیره پردی ددی پیښی عاملین چی دبیان پر آزادی باندی برید دی باید وپیژندل شی او دمحکمی میز ته را کش کړای شی .دافغانستان حکومت مکلف دی تر څو هیوادوالو په تیره بیا خبریالانو ته اطمینان ورکړی چی ژوند او دکار دفتر یی مصوون دی او دبیان دازادی او خلکو دښمنان به وپیژندل شی محکمه او مجارات شی .”

دملی یووالی دحکومت په راتګ سره سازمان ورکړل شوی بریدونه پر خبریالانو باندی زیاتوالی موندلی دی .مخکی لدی دطلوع تلویزون دکارکوونکو دلیږدولو حامل بس دطالبانو تر برید لاندی راغلی دی او ۷ تنه شهیدان او ۲۰ تنه نور ټپیان شول .
د کندز، جلال آباد او قندهار رسنیاو سیمیزی رادیو ګانی دوسلوالو بمی چاودنی لاندی راغلی چی دهیواد دخبریالی دټولنی دسخت اندیښنی سبب شوی دی .
موږ یو ځل بیا دافغانستان دحکومت څخه غواړو تر ځو د خبریالانو دځان او رسنیزو ودانیو دساتنی په موخه عملی او مناسبی ګړنی په نظر کی ونیسی او لدی نه زیات اجازه ورنکړی چی دبیان دآزادی دښمنان پر رسنیو او خبریالانو باندی دولتی حاکمیت ته زیان ورسوی .