د۱۳۹۷کال د جمعی ورځ  دکب دمیاشتی  ۲۴ دسهار د ۱۱ او۳۰ دقیقیی ، سلطان محمود خیرخواه د خوست په ولایت کی تر برید لاندی راځی او د سر څخه ټپی کیږی .

وروسته له هغه چی ښار ته ولیږدول شول  دشپی  ۸ او ۳۰ دقیقه په داسی حال چی حکومتی چورلکی ته په تمه و چی کابل ته ولیږدول شی چی ځان یی له لاسه ورکړ.

سره لدی چی  حکومتی ژمنی مبنی پردی چی باید د چورلکی په واسطه  کابل  دلیږدولو په موخه کړی و خوولی پدی هکله هیڅ ډول مرسته نده تر سره نه شوه .

دښاغلی  خیرخواه، پر وینا په نوی میلادی کال کی  د افغانستان  دخبریالی  دټولنی قربانیان  څلورتنو ته رسیږی .

نی ددی ترڅنګ دښاغلی  خیرخواه شهادت یو لویه او جبران نه منونکی  زیان په هیواد کی  دبیان  آزادی بدنی ته بولی .

دنی به  باور  چی دبیان  آزادی دښمنان ونه کولای شی  په افغانستان کی دخلکو رسا آواز  خپه کړی  د نی په باور په افغانستان  کی  دبیان ازادی چی بنسټیز شوی دی او هیڅ  قوه ددی ارزښت، د منځه تللو قدرت نه لری

نی، تاکید کوی چی سیمیز حکومت ددی پیښی پر وړاندی ځواب ویونکی دی ، د جنایت عاملین وپیژنی ا دقانون منګلو ته یی وسپاری

ددی ترڅنګ  نی دخبربالایانو او رسنیو دتاوتریخوالی پر وړاندی دافغانستان دخبریالی ټولنی دیوالی او یو غږګی  کیدو غوښتونکی دی .

دیادولو وړ دی چی ؛ ښاغلی  خیرخواه د خوست ولایت  دژمن په خصوصی تلویزیون کی فعال خبریال او دخبری خپرونو چلونکی و او دهغه تر څنګ  دهغه ولایت خبریالی ټولنی  یو فعال لیکوال شمیرل کیده .