دنن ورځی په ترهګره برید کی چی دافغانستان دعالی ستری محکمی مخ ته تر سره شو، دنوروولاروی وګړو تر څنګ، یو تن خبریال چی د رپوټ دبرابرلو په موخه ددی سړک څخه تیریده ټپی شو او دکابل یوه روغتون ته ولیږدول شو. ضیا داود، دمیوند دتلویزون خبریال، چی اوس مهال دکابل ښار په یوه روغتون کی پروت دی دسر او ملا په برخه کی تپی شوی دی. دنی دفتر چی دآزادو رسنیو ملاتړ اداره ده د ښاغلی داود دټپی کیدو څخه خواشینی دی دلوی خدای څخه ښاغلی داود او ددی پیښی نورو مصدومینو ته دعاجلی روغتیا غوشتنه کوی. خبریالان لکه دهیواد نور وګړی پداسی ویرجنو بریدونو کی زیان وینی او پدی وروستیو کلونوکی یو زیاد شمیر خبریالانو په داسو بریدونو کی ځانونه له لاسه ورکړی دی او یاهم ټییان شوی دی. موږ دافغانستان ددولت څخه غواړو ترڅو د خبریالانو دځانی او شغلی امنیت ساتلو په موخه مناسبی کړنی په نظرکی ونیسی. اجازه ورنکړی چی لدی نه زیات دافغانستان خلک او په تیره بیا خبریالان د ویره ونکو بریدونو قربانی شی.