خرم زکی،  ددی تر څنګ چی یو پاکستانی ورځپاڼه لیکونکی خبریال و ،  د بشری حقونو دفعالانو څخه و چی دغویی پر ۱۸، دشنبی په ماښام  دکراچی دښار په یوه هوټل کی ددوسله والو کسانو دډزو په پایله کی ووژل شو.

دافغانستان د نی دفتر چی دآزادو رسنیو ملاتړ اداره ده د پاکستانی ورځپاڼه لیکونکی وژنه په سختی سره غندی او دیو غیر قانونی عمل ګڼی .

ښاغلی خرم زکی، په  انترنتی  خبرونه کی ” راځی چی  پاکستان سره جوړ کړو!” مسوول مدیر و. دی نشریی د افراطیت،  ډله جوړونی او ناسیونالیستیفعالیتونو پرضداو د مدنی او دیموکراتیک فعالیتونو ملاتړی و.

ددی خبریال یو تن همکارانو لیکلی دی چی ښاغلی  خرم د”د تکفیری دیوبندی جګړه ماری ډلی له خوا” وژل شوی دی ،  ځکه چی پدی وروستیو کلونوکی څو ځله خبریالان ددی ډلی د برید لاندی راغلی دی .

د نی دفتر عمومی رئیس عبدالمجیب خلوتگر، پدی باره کی وایی:” د دواړو هیوادونوافغانستان او  پاکستان خبریالان د افراطیت  قربانی  شوی دی ا و د ګډ دښمن  موخه ګرځیدلی دی نو ځکه لازم دی چی دواړه دافغانستان پاکستان حکومت د افراطیت او قیبلوی ډلو پر ضد عملی  اقدامات تر سره کړیتر څو ددواړو هیوادونو او ښاریانو  د خبریالانو او لیکولانو ژوند وساتی .”

پاکستان هغه هیواد  دی چی هرکال یو شمیر خبریالان د ترهګرو او افراطی ډولو د انسانیت ضد بریدونو لاندی راځی او د هغه هیواد حکومت پدی ندی توانیدلی  چی ددی ستونزی د حل په موخه کوټلی ګامونه پورته کړی ، سر بیره پر دی یو شمیر کسان خپله د پاکستان دنظام په دننه کی د افراطی ډلو او طالبانو څخه ملاتړ کوی