وروسته له هغه چی دکندوز ولایت ځینی برخی دطالبانو له خوا ونیول شوی ،یو شمیر خبریالانو دکندز ولایت امن ځایونو ته پناه وړی خولا اوس هم یو شمیر نور رسنیز کارکونکو او خبریالان په ناامنه سیمو کی دطالبانو په محاصره کی قرار لری .

دنی دفتر د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره دخبریالانو اورسنیزو کارکونکو او دفترونو په اړه اندیښمن دی او دامنیتی مسوولینو څخه په کلکه غواړی تر څو دخبریالانو او رسنیزو دفترونو دامنیت په ساتلو کی د هیڅ ډول هڅی او اند څخه سپما ونکړی .تیرکال په همدی ورځو کی و، چی کندز د طالبانو په لاس کی ولوید چی دهغه وروسته یو زیات شمیر طالبان رسنیز دفترونو ته ورننوتل او هغه ته یی زیان واړواوه .

دیو کال په تیریدو سره چی دکندز ولایت د سقوط څخه ، تر اوسه لا هم یو شمیر رسنی چی نشراتی وسایل تخریب شوی وه ، ونشوای کړای چی چی عادی صورت خپل نشرات پیل کړی .

عبدالمجیب خلوتگر، دنی ددفتر عمومی رئیس په دی باره کی وویل :” دملی یووالی حکومت مکلف دی تر څو ددی ولایت دخبریالانو دځان مال او امنیت په ساتنه کی او په تیره بیا هغه سیمی چی دطالبانو تر حاکمیت لاندی دی ساتنه وکړی رسنیو اوخبریالانو ته دهرډول ناوړه حالاتو دمنځ ته راتلو په صورت کیدملی یووالی د حکومت مسوولین باید ځواب ووایی .”

د افغانستان رسنیزه ټولنه همدارنګه مکلف ده ترڅو دا مساله په هرصورت او هر شکل چی کیږی وڅاری .