دکیهان د سیمیزی رادیو دتفریحی پروګرامونو جوړونکی ذبیح الله پشتونیار، تیره شپه د کندز په ولایت کی په شهادت ورسید.

ذبیح الله پشتونیار، ددی ترڅنګ چی په رادیو کی دنده درلوده ، دری میاشتی مخکی د بی پلی ډاکترانو په روغتون کی دساتونکی دنده هم درلوده چی تیره شپه د کندز په ولایت کی شهادت ته ورسید.

دنی دفتر چی دآزادو رسنیو ملاتړ کونکی دی دکیهان درادیو دیوتن کارکونکی مړینه ب سختی سره غندی او دافغانستان ددولت څخه غواړی چی ددی رسنیزی کارکوونکی ځان بایلل په اړه څیړنی وکړی او دهغه د وژل کیدو لامل واضح کړی .

عبدالمجیب خلوتگر، دنی ددفتر عمومی رئیس وویل :” موږ دنړیوالو هوایی ځواکونو څخه غواړو چی ددی خبریال د وینی بیه د هغه کورنی ته ورکړی .موږ د کندز دجګړی مخکی هغه وخت چی لا کندز د طالبانو په لاس کی نه لویدلی ، دافغانستان ددولت څخه موغوښتی وه ترڅو دخبریالانو ، دفترونو او رسنیزو تاسیساتو امنیت به خپل کاری لومړیتوبونو کی ونیسی ، خو زموږ دی غوښتنی لانه وه پوره شوی او دادی اوس د رسنیو یو کارکونکی هم په شهادت ورسید. “

وروسته له هغه چی کندز د ویره اچوونکو ترهګرو له لوری اشغال شو ، بشری جنایتونو په دی ښار تر سره شول، دی ترڅنګ چی عامه دارایی غارت شول پر ښځو تیری او هم ډلیزی وژنی دطالبانو له خواتر سره سو او ځینی رسنیو ته هم اور واچول شو ، ځینی وسلیل چی د انتقال وړ نه و هغه ته یی اور واچوه او له منځه یی یوړل.

دنی دفتر کوم جنایات چی د قندز کی تر سره شول هغه یی دبخښنی وړ ونه بلل او دنړیوالو سازمانونو څخه دبشری حقونو ملاتړ کوونکی دی غوښتنه کوی چی پداسی شرایطو کی باید د رسنیو حخه ملاتړ وشی او درسنیو د خپرونو په بیا پیل کولو کی مرسته وکړی کوم زیانونه چی چی دوی ته اوښتی دی او اوس دمدیرانو دوړتیا څخه بهر دی .

د نړیوالو مرستو نه پرته ددی رسنیو دبیا پیل کولو وړتیا نه لری .د نی دفتر همدرانګه دبشری حقونو دسازمان او دملګرو ملتونو دسازمان څخه غواړی چی کوم جنایتونو چی دطالبانو له خوا په کندز ولایت کی ترسره شوی دی د بشریت پرو ړاندی دجنایت په نامه ثبت شی .