کوماطلاعات چی د نی دفتر ته رسیدلی دی داسی ښیی چی دزیاترو خصوصی او دولتی رسنیو نشرات دکندز په ولایت کی دریدلی او د کندز ښاریان اطلاعاتو دلاسرسی څخه محروم شوی دی .

د نامنیو په دوام او دجګړی د لمن دپراختیا له کبله چی له تیرو څلوروورځو راهیسی شدت موندلی او وروسته له هغه دکندز ولایت برښنا پری شوی ده ، د کندز ولایت داکثریتو رسنیو نشرات پری شوی دی.

یو شمیر رسنیو دبرښنا دانرژی دکمښت له کبله اویو شمیر نورو بیا دامنیت او مصوونیت دنه درلودلو له کبله ددفترونو کار کونکو د دفتری فعالیتونو څخه ځانونه ایستلی دی .

عبدالمجیب خلوتگر، دنی ددفتر عمومی رئیس پدی باره کی وویل :” په داسی شرایطو کی چی د کندز ښاریان له ډوډی او اوبو نه هرڅه زیات اطلاعاتو ته اړتیا لری،اطلاعات دلاسرسی په موخه محروم شوی دی . معلوماتو څخه محرومیت به خلکو ته ډیر بدی پایلی ولری . مهمو اومؤثقو معلوماتو ته نه لاسرسی په جګړیزو شرایطو کی دخلکو داساسی حقوقو نقض دی .”

د نی دفتر چی دآزادو رسنیو ملاتړکونکی اداره ده دکندز ولایت دچارواکو څخه غواړی چی خلکو ته د ځانی او امنیت او رسنیویز بنسونو ته دمصوونیت برابرولو په موخه باید دکندز ولایت دنشراتو دبیا پیل کیدو زمینه هرڅه ژر برابره کړی اولدی نه زیات اجازه ورنکړی چی دکندز ښاریان معلومات دلاسرسی   حق څخه محروم شی.

دکندز خلک لکه نور ښاریان دا حق لری چی دخپل برخلیک په اړه وپوهیږی او داچی دکندز په ولایت کی جکړه روانه ده، باید وپوهیږی چی دهغوی شاوخوا څخه تیریږی ، چی د هغه پر اساس دخپل راتلونکی په هکله تصمیم ونیسی .

د کندز په ولایت کی ؛ ۱۲ رادیوګانی ، ۲ خصوصی تلویزیونونونه او یو دولتی تلویزیون او څو چاپی خپرونی فعالیت لری چی اکثریت یی همدا اوس نشرات نه لری .

نړیوال رسنی په یو ډول نشرات لری و خو په ځینی مواردو کی د هغوی اطلاعات موثق نه دی .