دسهیل لودیځ زون خبریالانو (قندهار، هلمند، زابل او ارزگان) دخبریالانو پر اخلاقی موازینوباندی بحث وکړ.

په یوه ورځنی غونډه کی چی دکندهار په ولایت کی جوړ شوی و، دسهیل لودیځ زون د۷۰ نه زیاتو خبریالانو چی په هغه کی دکندهار، هلمند ، زابل او ارزګان ولایتونه شامل دی سره راغونډ شوی او دخبریالانو داخلاقی موازینو په اړوند بحث او خبری وکړی .

دا خبریالان چی په ملی ، نړیوال اوسیمیزو رسنیو کی کار کوی او ددی مسوده چی مخکی له مخی ترتیب شوی و دهغه پر هره ماده باندی بحث وشو او په کاری ډلو باندی ویشل شوی دی او ورسته یی خپل نظریات او وړاندیزونه داخلاقی موازینو دمسودی دلازیاتو غنی کیدو په موخه راغونډ کړل .

دنی دفتر مخکی لدی هم یو شمیر ورته غونډی دشمال او لودیځ په حوزو کی تر سره کړی وی چی ددی ولایتونو دخبریالانو نظریات یی داخلاقی موازینو اړوند راټول کړی وی .

نی همدارنګه په نظر کی لری چی دا ډول کنفرانسونه دننګر ولایت په مرکز کی او وروسته دخوست او په راتلونکی کی په کابل او بامیان ولایت کی هم په لاره واچوی .

دا پروګرامونه په داسی حال کی جوړیږی چی دافغانستان خبریالان دیو واحد او معتبر سند داخلاقی موازینو ترنامه لاندی محروم وه او دهمدی ناحیی څخه خبریالان د یو شمیر ستونزو سره مخ وه .