نیدفتر ته درسیدلو رپوټوڼو پر اساس دیوه تن خبری عکاس، فیروز مظفری دډوبیدو له کبله چی غوښتل یی اروپایی هیوادونو ته پناه یوسی ، دهغه بیړی دترکیی په اوبو کی ډوبه شوی او دنورو پناه وړونکو سره یوځای مړ شوی دی.

فیروز مظفری، چی څو موده مخکی ددی کورنی هغه مړی کابل ته لیږدول شوی او دهغه دوستانو او عزیزانو له خوا ښخ شوی دی .

دا رسنیز کارکونکی په داسی حال خپل ځان دلاسه ورکوی چی پدی وروستیو کی یو ډیر شمیر ځوانان د نا امنیو د پراخوالی ، ناڅرګنده راتلونکی ، دکار او روزګار نه شتون ، اوپه هیواد کی د پراخ مالی او اداری فساد شتون له کبله یو زیات شمیر ګډوالو د غیر قانونی مهاجرتنو لاری غوره کړی او دځانی او مالی خطراتو په پام کی نیولو سره ځانونه اروپا ته رسوی .

په تیرو دوکلونو کی د ۲۵۰ خبریالانو نه زیات درسنیو کارکونکو افغانستان پریښی دی او غربی هیوادونو ته یی پناه وړی ده .یوازی دبلخ څخه د۷۰ نه زیاتو خبریالانو اورپا او امریکا ته ګډوال شوی دی .

دنی دفتر چی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ کونکی اداره ده ، دخبریالانو او ګډوالانو مهاجرت د افغانستان د بیان آزادی ټولنی ته لویه ضایعه ګڼی او دا پروسه ټولنی ته داندیښنی وړ بولی.

عبدالمجیب خلوتگر، دنی دفتر عمومی رییس وایی :” موږ دافغانستان دملی یووالی د حکومت څخه غواړوتر څو دهیواد ښاریانو او په تیره بیا دافغانستان خبریالانو ته دهر لحاظه اطمینان ورکړی چی دخبریالانو ځان په خطر کی نه دی او عملی ګامونه به دخبریالانو دمصوونیت په خاطر پورته کوی .”

د فیروز مظفری په مړینی سره دخبریالانو او رسنیزو کارکونکو شمیره په ۲۰۱۶ کال کی به ۹ تنو ته ورسیږی .