د یو لړ ترهګرو بریدونو پرمهال دکابل په ښار کی چی دافغانستان او بهرنی هیواد لسګونو کسانو د وژل کیدو او دټپی کیدو سبب شو . خبرنگاران او عکاسان دخبری پوښښ په موخه ددی پیښی وسیمی ته لاړل او داسی چی دمعلوماتو رسولو کار ایحابوی درپوټ په جوړلولو او انځورونو په اخیستو په کار بوخت شول .

دکار په جریان کی یوشمیر خبریالان چی په اوهمه ناحیه کی دترهګری پیښی په رپوټ جوړولو باندی بوخت وه ؛ دامنیتی مامورینو له خوا د وهلو ټکولو لاندی راغلل.

دری تنه خبریالان هر یو غازی رسولی دیک تلویزونی شبکی خبریال، خواجه توفیق صدیقی د۲۴تلویزون خبریال او شمعریز افغان خبریال چی دیو ترکی آژانس سره کار کوی ، دیو ملی امنیت د یو مامور له خوا وهل شوی دی اویوشمیر نورو خبریالانو ته سپکاوی شوی دی .

همدارنګه یو شمیر نور خبریالان په نهمه ناحیه کی دامنیتی مامورینو له خوا ورته سپکاوی شوی دی او دامنیتی موظفینوله خوا بدنی تلاشی شوی دی او دسپکاوی نه ډک الفاظو سره دسیمی څخه لیری شوی دی.

دنی دفتر چی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره ده دخبریالانو وهل ټکول درپوټ جوړولو پرمهال دامنیتی موظیفینو پر مهال غندی او دا ډول اعمال دافغانستان د جمهوری اسلامی قوانینو په مغایرت کی بولی .

عبدالمجیب خلوتگر،د نی ددفتر عمومی رئیس پدی باره کی وویل :” دملی امنیت ریاست چارواکی باید ددخپل دی کارکونکی غیراخلاقی او غیر قانونی کار چی دخبریالانو پر وړاندی تر سره کړی دی ځواب ووایی او ددی تاوتریخوالی عاملین باید وپیژنی او هغه مجازات کړی.”

دا پداسی حال کی ده چی دجون دمیاشتی له پیل څخه تر اوسه پوری دخبریالانو پر وړاندی لسو نه زیات دتاوتریخوالی موارد ثبت شوی دی چی دهغه جملی څخه دهلمند په ولایت کی دوه خبریاله وژل شوی دی