له ټول افغانستان څخه ۲۸ تنه حقوقپوهان د ۲۰۱۱ کال د سپتامبر په میاشت کې په کابل کې د افغانستان د مدافع وکیلانو د ټولنې په مقر کې سره را ټول شول او د افغانستان د رسنیزو مدافع وکیلانو کمیټه (AMDLC) یې رسماْ پرانیستله.

د افغانستان د رسنیزو مدافع وکیلانو کمیټه یوه مهمه حقوقی مرجع ده چې د افغانستان د مدافع وکیلانو د ټولنې په چوکاټ کې فعالیت کوی. د دغې کمیټې غړی د افغانستان د جمعی رسنیو د قانون له احکامو څخه دفاع او د بیان د آزادۍ او مالوماتو ته د لاس رسی په ګډون د بشر له اساسی حقوقو څخه دفاع ته ژمن دی او د خبریالانو د حقوقی خوندیتوب لپاره له افغان حکومت او رسنیز سکتور سره کار کوی. د افغانستان د رسنیزو مدافع وکیلانو کمیټه د رسنیو د قانون او مسلکی معیارونو د پلی کیدو په لار کې په هلو ځلو او هم د رسنیو د قانون د عدالت غوښتونکو په روزلو سره هڅه کوی تر څو په رسنیزو دعوا ګانو کې د عدالت غوښتنې مهارتونه پیاوړی کړی او د هیواد د حقوقی او رسنیز سکتور په پیاوړی کولو کې خپله رول ادا کړی. د دغې غونډې ګډون کوونکو د دوه ورځنیو کاری غونډو په ترڅ کې وکړای شول چې د کمیټې اجرائیه پلاوی وټاکی او د کمیټې یو کلن لید لوری او کاری موخې تدوین کړی. د کمیټې غړو د رایو په اتفاق سره له کابل څخه ښاغلی محمد کریم امیرزوی د کمیټې د رییس په توګه، له کابل څخه ښاغلی مشعل د کمیټې د مرستیال په توګه او له بدخشان څخه ښاغلی عین الدین بهادری د کمیټې د اداری مسؤول په توګه وټاکل.

د یادونې وړ ده چې دغه نوښت د افغانستان د رسنیو د پراختیا او پیاوړتیا د پروژې له خوا چې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایی ادارې له خوا تمویل او د انترنیوز شبکې او د پنسلوانیا پوهنتون د انینبرګ د اړیکو پوهنځی له خوا تطبیقیږی، تر سره شو.