دجلال اباد ښار په یو لړ چاودونو کی یو رسنیز همکار شهید او دوه تنه نور ټپیان شول.

دجلال اباد په ښار کی دشپی  ۱۲ بجی،  څه کم دری چاودنۍ  ددی ښار دکرکت په سپورتی لوبغالی کی د( روژی دکرکت جام ) ترنامه لاندی سیالیو چی جریان درلوده، تر سره  شوی   چی په پایله کی د ۸ تنو ځان یی واخیست  او ۵۰ تنه نور  نندارچیانو یی ټپیان کړل .

دصفا رادیو مسوول مدیر  قرار عزیزی او مبارز اتل ددی رادیو خبریال ؛ پدی پیښه کی ټپیان شول، خو هدایت‌الله زهیر چی دصفا رادیو دسپورتی کرکت خپرونو په وړاندی کولو کی رسنیز همکارو ،پدی پیښه کی په شهادت ورسیده.

نی د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره ، د ملی یووالی دحکومت مسؤلو چاروکو څخه غواړی چی دټپی خبریالانو په علاج کی دهیڅ ډول هڅی او هاند څخه سپما ونکړی او زیان لیدونکو کورنیو سره مرسته له یاده ونه باسی .

مخکی لدی هم دغویی پر لسمه ، ۹ تنه چی خبریال، عکاس او فلم‌ اخیستونکی وه  په یوه ترهګره پیښه کی  خپل ځانونه له لاسه ورکړل  او ۶تنه نور خبریالان هم ټپی شول . د ۱۳۹۷ شمسی کال خبریالانو ته ډیر خونړی میاشت وه  چی ددی میاشتی په لړ کی ۱۲ تنه خبریالان په شهادت ورسیدل .

نی د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره، دخبریالانو دمخ پر زیاتیدونکو مرګونو څخه دخواشینی په ښودلو سره  دملی یووالی حکومت څخه غوښتنه کوی چی دخبریالانو دځان ساتنی په موخه داسی لاری چاری تر لاس لاندی ونیسی او داسی پالیسی چی جوړه کړی چی دخبریالانو دځان او رسنیزو تاسیساتو امنیت خوندی شی .

دبل پلوه؛ دافغانستان درسنیو مالکان او مدیران هم دخبریالانو دځان په ساتنه کی مکلفیت لری او خبریالان ، عکاسان او فلم‌برداران دهغوی دامنیتی مواردو دنظر نه نیولو پرته دترهګریز پیښو سیموته  دلیږنی څخه مخنوی وکړی .