دخورشید تلویزیون مسوولانو پرخپل کارکونکو پر لیږدونکی عامل بس   باندی برید تائید  وی او وایی : یوبس چی ددی رسني دکارکونکو دلیږد حامل و، د کلوله پشتی او گل سرخ دڅلور لاری تر منځ د ځای پرځای شووچاودونکو توکو موخه وګرځید چی دوه تنه یی شهیدان او پنځه تنه نور یی ټپیان شول.

میر واحد شاه امیری خبریال او شفیق الله د تخنیک دبرخی کارکونکی شهیدان او یو بل خبریال او یو د دخپرونی چلوونکی هم پدی پیښه کی تپیان شوی دي .

دخورشید تلویزیون کارکونکو لیږدونکۍ بس پداسی وخت کی تر برید لاندی راځی چی  افغانستان دسولی په احساسه پړاو کی قرار لری. ددی سره  د افغانستان دخلکو دښمنان او هغوی چی دانسانی  ارزښتونو پرخلاف پداسی جنایت باندی لاس پوری کوی.

د خورشید تلویزیون دهغه رسنیو څخه ده چی یو ځانګړی فکری مشی لری دا دوهم ځل دي چي ددي رسني پرکارکونکو باندی برید صورت مومی.

نی ددي رسني برکارکونکو باندی برید یوبشری ضد او نه بخښونکی جنایت  ګڼی نی خپل ځان پدی بشری ناورین کی درسنیو په غم کی ځان شریک ګڼی او دافغانستان دحکومت څخه غواړی ، چی ترڅو دخبریالانو دځانی امنیت تضمین وکړی دبل پلوه حکومت باید ددی قضیی عاملان وپیژنی او هغوی دعدالت منګلو ته وسپاری.