د افغانستان حکومت په یوه بی سابقه اقدام سره د ټولو هغو پاکستانی رسنیو خپرول چی د افغانستان په شرقی ولایتونو کی خپریژی منع کړی دی. د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د کورنیو چارو وزارت پر وینا ؛ په دی ورستیو کی پاکستانی چاپی رسنیو د افغانستان د ملی منافعو پرضد خپرونی پیژندل شوی چی له امله یی نموړی رسنی تړل شوی دی.
نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره، په دی آند ده چی؛ د نموړو رسنیو په هکله هره پریکړه د قانونی لاری ( د اطلاعاتو او کلتور وزارت) له لوری ترسره شوی وی. د کورنیو چارو وزارت اویا هم هر یو بل غیر مسوول نهاد کیدای شی چی د بیان او رسنیو د خپلواکی د اندښنی وړ وګرځی.
له بل لوری که چیرته د نموړو رسنیو محتوا د افغانی ټولنی پرضد نه وی، نو د افغانستان د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزارت دغه پریکړه به د افغانستان د اساسی قانون له ۳۴ مادی، د بشر د حقونو د نړیوالی اداری د اعلامی د ۱۹ مادی او د افغانستان د درسنیو د ټولیز قانون د ټولو موادو پر خلاف وی .