انځوریز ویدیوګانی چی په ټولنیزو سنیو کی لاس په لاس ګرځی ، داسی ښیی، چی د مشورتی سولی د لویی جګی دوتنه غړی دامنیتی ځواکونو له لوری، دلویی جرګی دتالاره څخه په زوه ایستل کیږی. ویل کیږی  چی دجمهورریس غنی دخبرو پرمهال ، چی دو تنو غوښتل خپل اعتراض دجمهور رییس غوږونو ته ورسوی چی امنیتی ځواکونه دهغوی خند وګرزیدل او دهغوی آواز یی غلی کړ.

دنی په باور، چی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره ده. دښاریانو داعتراض د آواز غلی کول په حقیقت کی دبیان دآزادی له منځه وړل دی

د نی اجرایی رییس عبدالمجیب خلوتگر وایی، داساسی قانون د ۳۴ مادی پراساس چی دبیان  آزادی تضمین کړی دی  هیڅوک حق نه لری دخلکو د اعتراض آواز غلی کړی او ددی قانونی  حق څخه  د افغانستان ښاریان  محروم کړی.

نی پدی باور دی، چی د اعتراض دآواز غلی کیدل په حقیقت کی دبیان دازادی خفه کول دی  کله چی داسی یو کار د جمهوررییس دسترګو پر وړاندی تر سره کیږی داسی کیدای شی چی د بیان آزدی ته یوه لوی زیان وګڼل شی  .

دیادولو وړ ده چی مخی هم دداسی کړنو شاهدان و چی د جمهوررییس دخبرو پرمهال څه د هیواد په دننه کی او یا بهر کی چی هغوی اعتراضی  ویناوی درلودی او غوښتل چی خپل اعتراض جمهور رییس غوږونو ته ورسوی چی په ډیر وحشیانه ډول سرکوب او غلی شول که چیری جمهوررییس خپل ځان دبیان پر آزادی باندی ژمن بولی باید دخلکو د اعتراض د آوازونو دغلی کیدو په هکله  ځواب ووایی .