د نوامبر ۲۱د تلویزیون دنړیوالی ورځی سره برابره ده  چی په ځینو هیوادونو کی ددي ورځي څخه لمانځنه کیږی .اوپه افغانستان ټولی رسنۍ او په تیره بیا تلویزیونونه دډیر زیاتو ستونزو سره مخ دی .

نی د افغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره په آند، درسنیزو کارکونکو په منځ کی ډیری هغه کسان چی د تلویزیونونو پر پرده څرګندیږی مخکی له ټولو ترګواښ  لاندی دي.

دنی دفتر اجرایی رییس عبدالمجیب خلوتگر وایی: « په خواشینی سره رسنۍ په تیره بیا تلویزنونه  دهر بل رسنی ډیر زیات دګواښ سره مخ دي هغه کسان چی په رسنیو کی دفعال خبریال تر عنوان لاندی دتلویزون په پرده کی راښکاره کیږی او ویلو ته څه لری دمختلفو ډلو له لوری ورته ګواښ کیږی او حتی وژل کیږی.».

ښځینه خبریالان،  په تیربیا هغه چی په ولایاتو کی دتلویزون پرپرده راڅرګندیږی  د امنیتی ستونزو سره مخ دي . . ښځینه خبریالان په  تلویزیونونو کی د امنیتی ننګونو برسیره، په ټولنه کی د غیر انسانی چلندونو څخه  شکایت لری.

دبل پلوه زیاتره؛ سیمیز  تلویزویونونه‌ دمالی ستونزو سره مخ دي، کوم بنسټونه چی  تلویزیونو ته ‌اعلان او یا دنشر په موخه خپرونی خپروی، پرخپل وخت دهغوی معاش نه ورکوی  او دا ددی  سبب شوی دی چی رسنی او په تیره بیا یوشمیرتلویزونه و نکړی شی چی دکارکونکو  معاش پرخپل ټاکلی وخت ورکړی.

ددی برسیره؛ معلوماتو ته نه لاسری هم د خبریالانو په کار کی جدی ستونزه شمیرل کیږی.

 

هغه څه چی په خپل دننه سازمان خپل منځی ستونزی دی دنورو ستونزو برسیره داسی ننګونی دي چی دتلویزون کارکونکی تر فشارلاندی نیسی . په ځینو تلویزونو کی کاری  قراردادونه د دتلویزونو دمدیرانو دخوښی مطابق جوړوی چی دمثال په توګه په یواړخیز توګه درسنی د مالک په ګټه او دهیواد د دودیزو قوانینو پرخلاف دي .

نی د حکومتی مسوولینو څخه غواړی چی لږ تر لږه په رسنیو کی د ښځینه کارکونکو کار دبنسټیز کیدو او دهغه اړیکی درسنی دخاوند سره او ټولنیزو لیدلوری ته په کتلوسره اود دکارونو پیل  دقوانینو دتطبیق پراساس صورت ومومی کوم چی باید په تیرو اولس کلونو کی تر سره شوی وای .

باید وویل شی ؛ دملګرو ملتونو دسازمان عمومی مجمع په ۱۹۹۶  میلادی کال، د نوامبر۲۱ د « تلویزیون نړیوال ورځ » تر نامه لاندی ونومول او دهغه  دلیل یی دهیوادنو ترغیب او هڅول وه چی تر خپل منځ تلویزونی خپرونی تبادل کړی او په تیره بیا هغه ځانګړی خپرونی چی دسولی  اجتماعی او اقتصادي پرمختګونه او کلتوری مسایلو د پیاوړتیا چی په یوه ټولنه کی جوړیږی ، وویل شی.

نی د افغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره د اړونده بنسټونو څخه غوښتنه کوی چی باید دګډ او قانومند کار پراساس دتلویزون دلازیاتوستونزو مخنیوی وشی. حکومت ‌باید درسنیو دامنیت تامین تضمین وکړی او معلوماتو ته لاسرسی  د قانون پر بنا اسانه کړی. حکومتی بنسټونه باید ددی ترڅنګ چی خپل مسوولیتونه درسنیو پر وړاندی ځواب ورکونکی وی درسنیو خاوندان اومدیران باید درسنیو دکارکونکو پر وړاندی دقانونی کړنو پراساس ځواب ورکونکي اوسی .