پدی وروستیوکی ددطلوع نیوز د خبریالحمید شیرزی نیونه ظاهرا پدی دلیل چی دقندوز –بغلان په لویه لاره کی د طالبانو او دولتی ځواکونو ترمنځ د نښتی د رپوټ ورکولو او خپرولو په خاطر د ملی امنیت له خوا دیوساعت په شاوخواکی دپوښټنو کرویږونو وروسته خوشی شوی دی.

د طلوع نیوز دتلویزون مسوولین دخبریالانو نیول دملی امنیت دمامورینو له خوا ناوړه تفاهم عنوان کړی او وایی: ښاغلی شیرزی اوس آزاد شوی دی . حمید شیرزی دپلخمری په شار کی ژوند کوی، په یوه تیلفونی اړیکه کی یی درسنیو دڅار دفتر ته وویل :
” دملی امنیت مامورینو په طلوع نیوز کی دماښام د ٧ دخبرونو خپرولو وروسته زه په ډیره بی حرمتی سره دکوره ویستم او دیو ساعت په شاوخوا کی یی زه په توقیف کی وساتلم او ماته یی وویل چی په دی شرایط کی نباید داسی اخبار نشر کړی.”

نی دافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره دملی امنیت دا اقدام دافغانستان د نافذه قوانینو سره په مغایرت کی بولی او دا عمل غندی.

عبدالمجیب خلوتگر دنی ددفتر رئیس وایی :پداسی شرایطو کی چی خبریالان او رسنیز کارکونکی دامنیتی ځواکونو مرستی او یاری ته اړتیا لری داډول غیر قانونی چلند به د خبریالانو باور ته زیان رسوی او ددوی اعتماد به پر امنیتی ځواکونو باندی منفی پایلی ولری .

دنی دفتر یوځل بیا د امنیتی ځواکونو څخه غواړی چی پداسی حالاتو کی لازم دی چی خبریالان د اطلاعاتو درسولو په کار کی دهغوی ملاتړ او مرسته وشی ، نه داچی خپله دخبریالانو په کار کی د محدویت سبب شی او دبی باوری حس ته لمنه ووهی .

موږ د ملی امنیت دریاست څخه غواړو تر څو خپلو مامورینو او کارکونکو ته دستور ورکړی چی ددی ډول اعمالو څخه ډده وکړی او ددی غیر قانونی کړنو عاملان وپیژنی او د قانون منګلو ته یی وسپاری .

د نی دفتر همدارنګه د هیواد درسنیو څخه غواړی چی دموجوده شرایط په نظر کی نیولو سره ، دخلکو عمومی ګټی په نظر کی ونیسی او دداسی مطالبو دخپرولو څخه چی دخلکو په منځ کی دویری ، وحشت سبب کیږی ډده وکړی.