د نی اداره په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو ملاتړ د استقلال تلویزیون انځور اخستونکی او جمشید حکاک د آسیا تلویزیون خبریال په هرایت ولایت کی د دوی وهل او ډبول غندی او د دی پیښی عاملینو ته د مجازاتو غوښتنه کوی.

د نی اداره په دی آند ده چی د خبریالانو وهل چی په هر دلیل وی د هیواد د جزا د قانون مطابق جرم بلل کیږی.

پولیس چی په خپله د قانون د پلی کولو دنده پر غاړه لری قانون ته د دوی له لوری احترام باید نظر نورو ټولو ښاریانو ته ډیر زیات وی، داچی پولیس د خپلی دندی څخه سؤ استفاده کوی او د ښاریانو سره بد چلند کوی په حقیقت کی د پولیسو پآکی دندی ته سپکاوی کوی او د قانون حاکمیت تر پوښتنی لاندی را ولی.

په داسی بی امنیتی کی چی په هیواد کی روانه ده، خبریالان تر هرڅه نه ډیر د پولیسو مرستی ته اړتیا لری، خو کله چی پولیس په خپله د تیر وتنو لامل کیږی د خبریالانو کار په اوسنیو شرایطو کی تر پوښتنی لانددی را ځی.

د نی اداره د کورنیو چارو وزارت له وزیر څخه غواړی تر څو د دغو کسانو د پیژندلو په هکله پلټنی و کړی او د دوی د نیولو امر ور کړی او د هغوی د قانونی چلندد امر هم زر تر زره ور کړی. تر څو د دولت دغه ادعا چی د بیان آزادی ته ژمن دی په حقیقت بدله شی او دولتی چارواکی نور و نه شی کولای چی د دولتی چارواکی په توګه په خبریالانو تاوتریخوالی و کړی.

دا په داسی حال کی ده چی د هرات ولایت خبریالان نه یوازی له فزیکی تاوتریخوالی بلکه د حقوقی تاوتریخوالی هم سر ټکوی، او ډیری خبریالانو په همدی دلیل د ولایت د مقام مخی ته لاس په اعتراض پوری کړی دی. اوس چی معلوماتو ته د لاس رسی قانون نافذ شوی دی، دولت مکلف دی چی د نوړی قانون د تطبیق په خاطر لازم اقدامات و کړی تر څو د معلوماتو ته د لاس رسی د قانون مطایق خبریالان او ټول ښاریان د نوموړی قانون د حکم مطابق معلوماتو ته لاس رسی ولری.