افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی د رایې ورکولو وخت په پنځو بجو پای ته ورسېد، خو هغه کسان چې په کتارونو کې ولاړ دی کولای شی خپلې رایې وکاروی او د ټاکنو کمېسیون کارکوونکی چمتو دی چې هغوی ته اسانتیاوې برابرې کړی. ټاکل شوې وه د رایې ورکولو بهیر د سهار په اوو بجو پیل شی او د مازیګر په څلور بجو پای ته ورسېږی، خو د ټاکنو کمېسیون دغه موده د مازیګر تر پنځو بجو وغځوله. اوس په افغانستان کې د مازیګر پنځه بجې دی.
په ټاکڼو کې دخلکو پراخه ګډون له یولړ ستونزواوننګوسره هم مل لکه د رای پاڼو کمیدا ، دیوې نوماند په ګټه دسیمې واکمند له خوا کمپاین ا ویا دټاکڼو دڅارونکو له خوا یوې نوماند ته کمپاین کول او یولړ امنتی اندیښنې سره یوځاوو .چې ځاځی منګل کې دیوې ځانمرګی برید ، اویو بله حمله چې پولیسو له خوا شنډ او بریدګر دپولیسو له خوا ونیول شو یادولی شو .له بله پلوه دری تنه طالبان چې غوښتل یې په رای اچونی کې د خلکو د ګدون مخه نیسی د زابل ولایت په شهر صفا سیمه کې دامنتی ځواکوله خوا وژل شو.
خلک د امنیتی ځواکو دفعالیتو څخه چې د رای ورنکو لپاره د امنتی فضا رامنځته کول و خوښی څرګند وی او دستاینې وړ بولی. حال داچې پنځه امنیتی ځواکونه خپل د دندې له ناړی ګټې له امله له پولیسو له خوا ونیول شو. چې دا پخپله دقانون حاکمیت د امنیتی ځواکونو دپوځی نظامنتیا ښی. په کندوز او سمنګان کې دوه بمی چوودیدنی وشوی ، دتلفاتو په اړه یې کړه معلومات نشته .د رای پاڼو کمیدا په لوې بحران بدل شوی دی. دکابل ، هرات ، بلخ ، دایکندی ، سرپل،سمنګان، غزنی ، وردک، کندزاو بامیان ولایتونو له دغه ستونزې نه سخت زیانمند شوی دی . په کابل کې د رای پاڼو په کمیدو سره سره باهم خلک لوی صفونه جوړ کړی و او د رای اچونې په ډیرو مرکزونوکې په تمه و ل چې خپل رایه وکاروی . پدې اړه د بلخ والی هم خپل اندیښنه وښوده او دایی یو سیستماتیک کاروباله. درای چونې دتعین شوی وخت ته په کتو سره خلک بی په ډیر شوق سره رای پاڼو رسیدوته په تمه وې .خو ټاکڼو دپیل نه تر پای پورې د رای پاڼې کمښټ په مرکز او ولایتونوکې شتون درلود چې آن مخکې له تعین شوی وخت نه یو شمیر مرکزونه وتړول شول .د افغانستان دولسی جرګې استاز رای پاڼو دکمیدو په افغانستان کې د ټاکنو په بهیر لویه ستونزه وبلل. په همدی حال په هرات خلک د رای پاڼو دکمیدا له امله لاس په لاریون پوره کړل، او پوهنتون ښښه یې ماتې کړې. له بلې خوا په زندانوکې دټاکڼو بهیر په ښه توګه ترسره شول. دامنتی ګوښونو سره خلکو اوپه ځانګړی توګه ښځې د رای ورکولو مرکزونو ته په ورتګ وښوده چې خپل هېواد او ژوند پرې ګران دی . ټولو په دې انتخاباتو کې په شوق او علاقه ګډون وکړ، د افغانستان دښمنانو ته یې ثباته کړه، چې هېڅوک زموږ د ملی ارادې مخې کې خڼد نه شی جوړولی. موږ چمتو یو چې د یوه واحد ملت په توګه یو قوی دولت جوړ کړو، دبلګی په ډول دهرات ښار او اړوندو ځینو رای ورکولو مرکزونو کې د سهار شپږو بجوپه کتارونو کې یې په انتظار و. له ټاکڼو کمیسیون سره په پرلپسې اړیکو سره سره هغو ژمنه وکړه چې دراِی اچونی مرکزونوته رای پاڼه ولیږدوی خو رای پاڼو هیڅ یو مرکزته ونه رسید.
دبلګی په ټوګه په ځینو سیموکې لکه : دجمال مینې د۱۲ لمبرلیسی د رای ورکولو په مرکز کې د رای ورکوونکی ګوټې سم نه څارل کیده ،چې دڅارونکوپه باوردبیا ځلی درایه ورکولوزمینې برایرې دې . خو درنګ دپاکیدو په اړه کره ریپوټ نشته رارسیدلی ریپوټونه ښه یی چې دافغانستان لودیزولایتونوکې دټاکڼوجعلی کاروتونه ګیر شوی دی. پدې ولایت کې یوه ښځه او دری نارینه غوښتل چې دټاکڼو ۱۰۰۰ کاروتونه وکاره وی چې له پولیسوله خوا ونیول شو.په دې ولایت کې خلک اندېښمن دی، چې ګنی د رای اچولو مرکزونو کې رای پاڼې کمې دی. په ټاکڼو کې دخلکو پراخ ګډون سره سره یولړ ستونزې هم موجودې وی خو دټاکڼو په بهیر باندې دومره اغیزې نه دلودې خونباید سترګی پټې کړو، په یو شمیر ولایتونوکې دټاکنو بهیر په ښه توګه ترسره شول دې بلګی په ډول په تخار ولایت کې هیڅ ډول امنتی ستونزی نه وې خو سیمه یز قومندان جنرال شاه محمود دجنش د ډلی څخه دی خلک ته به ویل جې اشرف غنی ته رایه ورکړی . پدې سره سره هیڅ یوه ستونزه ونشو کړای چې دخلکو مخه ونیسی. همدارنګه له نوموړی ولایت څخه ریپوټونه شته چې دټاکڼو یو څارونو دالفاروق په نومو ښځې ګواښول چې یوخاص نوماند ته رایه ورکړی . همدارنګه دټاکڼوبهیرپه نیمروز ولایت کې پا ارامه فضا کې ترسره شوه . دافغانستان ولسمشرۍ او لایتی شورا ټاکڼې د وری په ۱۶ اودم۱۳۹۳مه نیټه د ټاکنود خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستانی په حبیبی لېسه کې خپله لومړۍ رایه واچوله ، او دټاکڼو دابهیر په رسمی بڼه پیل شو.د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلی و چې د رایې ورکولو وخت په پنځو بجو پای ته ورسیژی، خو هغه کسان چې په کتارونو کې ولاړ دی کولای شی خپلې رایې وکاروی او د ټاکنو کمېسیون کارکوونکی چمتو دی چې هغوی ته اسانتیاوې برابرې کړی. ټاکل شوې وه د رایې ورکولو بهیر د سهار په اوو بجو پیل شی او د مازیګر په څلور بجو پای ته ورسېږی، خو د ټاکنو کمېسیون دغه موده د مازیګر تر پنځو بجو وغځوله.