کوم انځور چی د ځینو ولایتونو څخه په ذهن کی موجود و، د هغه پرخلاف خلک په ډیر شوق او خوښی سره د رای اچونی مرکزونو ته ځی . دخوست ولایت د نارینو او ښځینو د پراخ حضور ښکارندوی دی ، سره لدی چی امنیتی ګواښونه ددی ولایت په ځینو برخو کی موجودو بیا هم د رای اچوونکو اوږده لیکی جوړی شوی دی.
د بدخشان، هرات، تخار، بلخ او ځینی نور ولایتونو پدی ورځ (رای اچونی) ورځ د ملی جشن ورځ په نامه کړی ده او د رای اچونی صندوقونو ته د رسیدو په موخه اوږدی لیکی یی په خوښی سره جوړی کړی دی. ددی خوشی او شوق سره بیاهم ځینی ستونزی او ننګونی د دی ملی پروسی پر وړاندی پرتی دی، که څه د خلکو د هوډ پر وړاندی کوم خاص اغیزه نه لری، چی د ټاکنو پایلی متضرری کړی خو پر هغه باندی نباید سترګی پټی کړو. دمثال په توګه د تخار په ولایت کی چی دامنیتی لحاظه تر اوسه کوم ستونزه نشته او ټول د رای اچونی مرکزونه دخلکو پر وړاندی پرانستی دی . خو دولایتی شورای غړی او دجنبش د ګوند یو مسوول د جنرال شاه محمود په نامه خلک دی ته هڅوی چی اشرف غنی احمدزی ته رایه ورکړی ، لکه مخکی چی مو وویل چی هیڅ امنیتی ګواښ ونکړای شوای چی د افغانستان دخلکو د ارادی او هوډ خنډ وګرځی ، هیڅوک نشی کولای چی د چا رایی ته بدلون ورکړی ځکه چی رایه سری ده او په راتلونکو ټاکنو کی باید دغه ټکو ته پاملرنه وشی ترڅو ټوله د خلکو ارادی ته او هم د خپلوکی او د ټولو ټاکنو د سری والی په خاطر او هم د وکړو خق ته احترام کیږدی.
همدا شان چی د تخار د ولایت څخه رپوټونه ښیی چی دالفاروق په نامه په یوه مرکز کی د انتخاباتی ناظرانو له خوا خلک ګواښل شوی دی چی یو ځانګړی نوماند ته رایه ورکړی او یا داچی د رای اچوونی د مرکز څخه دی بهر شی . دا موضوع د ټاکنو اصلو نه رعایت کول د ټاکنو د ناظرانو له خوا ښیی .د رای اچونی دمرکزونه مسوولین باید د ناظرانو او د رسنیو د کار کوونکو لپاره یو ځانګړی مکان مشخص کړی .ترڅو وکولای شی چی خپل فعالیتونه په بی پری ډول تر سره کړی.
دبل پلوه د هیواد دخینو سیمو څخه د نا امنیو خبرونه هم رارسیدلی دی خو د تلفاتو د شتون څخه خبرونه په لاس کی نه لرو ولی دا ناامنی دومره نه دی چی د رای اچونی پروسه د ننګونی سره مخامخ کړی.همدارنګه دبلخ ولایت ، د مزارشریف د ښار دنور خدا په کارته کی د رای اچونی په مرکز کی د اروراقو د نه شتون سره مخ شوی دی خو دبلخ ولایت د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایی چی ددی کمسیون په دفتر کی په کافی اندازه در ای اچولو ورقی شته چی د اړتیا په صورت کی به درای اچونی مرکز ته ورسول شی .هر کله چی د اوراقو په رسولو کی خنډ پیښ شی ، د ورځی په وروستیوکی به د ټاکنو خپلواک کمیسیون اضافی وخت رای اچونی ته په نظر کی نیول شوی دی.