دخبریالانو د موخیزو وژنو په لړ کې، دا ځل د اسوشیټیډ پریس  ژورنالیست او عکاس، رحمت الله نیکزاد په غزني ولایت کې د خپل کور مخې ته د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.

لیدل کیږی چې د افغانستان حکومت د خبریالانو د امنیت په برابرولو کې پاتې راغلی دی او دا ددې لامل شوی چې هره ورځ د خلکو دښمنان د ژورنالیستانود ټولنې څخه  قرباني واخلی.

 

نی، د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ کونکی اداره، له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو د خبریالی ټولنې قانوني غوښتنو ته ځواب ووایی، کوم چې د خبریالانو خوندیتوب او دامنیت تامینول دی

که چیری دافغانستان درسنیزی ټولنی مشروع او پرځای غوښتونو ته صحیح ځواب ورنکړل شی موږ به داسی لاروچارو ته اړ شو چی هلته به په هیڅ ډول دحکومت ګټه نه وی.

موږ پر نړیواله ټولنه غږ کوو چې په افغانستان کی  دخپل ځواکونو د حضوراوشتون څخه په ګټه اخیستنی سره هغوی دی د ګواښونکو معلوماتو په شریکولو او همدارنګه د ژورنالستانو د امنیتي ګواښونو په څیړلو کې یو څه وکړي.