په کابل ولایت کی د راه ماندګار ورځپاڼه او په ارزګان ولایت کی د پیوسټن په نوم لومړنی سیمه ییز راډیو او ټلویزیون دافغنستان په رسنیو کې شامل شو.
پداسی شرایطو کی چی هره ورځ خبریالان او رسنۍ دترهګرو موخه ګرځی خبریالان او د رسنیو کارکوونکۍ دنا امنیو په دلیل خپله دنده او حتی هیواد خوشی کړی دی، دنویو رسنیو تاسیس دخوښی زیری دي چی غوږو ته رسیږی.
نی دافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره دهری نوی رسنی جوړیدل د هیواد وګړو ته د پوهی او معلوماتو ورکولو یو ه برخه ګڼی او هغه په نیک شګون او فال نیسی.
نی په نوي رامینځته شوي رسنیو باندی غږ کوي چې د خلکو اړتیاو ته په پام کې نیولو سره، دوی په نوي طریقې سره د معلوماتو په خپرولو باندی هڅه وکړي، او د مختلف موضوعاتو په خپرولو سره د موجوده رسنیو سره سیالي وکړي.
تمه کیږی چی دا رسني معلومات نظریات، پیښی او هر راز تحلیلونه په بی پری او سمه توګه جوړ او خپاره کړی.
په ارزګان ولایت کې پیوسټون سیمه ایز تلویزیون لومړنۍ انځوریزه رسنی ده چې پرون یې خپرونې پیل کړې. مخکی لدی ۶ سیمه ایزی رادیو ګانو پدی ولایت کی فعالیت کاوه، خو د پیوستون تلویزیون په جوړیدوسره په دغه ولایت کې د دانځوریز رسنۍ تشه هم ډک شوه .
په کابل کی د راه ماندگار ورځپاڼه، چی دیوی بلی مخکښی رسنی د ماندگار په نامه رسنیز کارکوونکی له ځانه سره لری چی ماندگار ورځپاڼه په 1387 تاسیس او له 11 کلونو منظم نشراتی فعالیت وروسته تیر کال خپل فعالیت دلاسه ورکړ.