دافغانستان د خپلواکو رسنیو دمدیرانو په ناسته کی چی د”د افغانستان دازادو رسنیو دمدیرانو ملی کنفرانس”د ۱۳۹۳شمسی کال دغبرګولی دمیاشتی پر ۵ نیټه دافغانستان دنی دفتر چی دازادو رسنیو ملاتړ اداره ده جوړ شوی وی او په هغه کی دهیواد څخه دسلو نه زیات درسنیو مدیرانو ګډون کړی و، دغه لاندی موارد تصویب او ژمنه وکړه چی هغه به دافغانستان د ریاست جمهوری ته د ټاکنو ددوهم پړاو پر مهال رعایت کوی.
۱. بی پریتوب یا بی طرفی، توازن، دقت او انصاف او د خبریالی نور اخلاقی اصول دریاست جمهوری دټاکنو پر مهال رعایت کوی.
۲. دافغانستان رسنی به سمیزو ،قومی، ژبنی او مذهبی مسایلو ته دلمن وهلو څخه ډډه کوی.
۳. ازادی رسنی به د نوماندانو په اړه د دروغو ، سپکاوی دمطالبو څخه ډډه کوی.
۴. رسنی به دخپلو خپرونو له لاری خلک دمختلفو لارو څخه ټاکنو ته تشویق او هڅوی.
۵. رسنی به د خبرونو،رپوټونو ،ګردی میزونو ،مرکی ،مستند اونورو خپرونو له لاری خلکو ته پوهه ورکوی.
۶. دافغانستان ازادی رسنی به دواقعیتونو په انعکاس ورکولوکی قانون ماتونی( تخلفات او تقلبونو ) ټاکنیزی ننګونی عینی ،منصفانه ،صریح او چټک او دقیق ډول وړاندی کړی.
۷. دامنیتی پیښو د خپراوی څخه دی ډده وکړی کوم چی د دټاکنو په پروسه کی د دخنډ او هم دخلکو دګډون دکموالی سبب شی او هم دخلکو روان دخرابیدو سبب شی مخنیوی وکړی.
۸. چی ددوومخکښو نوماندانو داخلی خبرونه دخبریالی داخلاقو داصول سره سم خپاره کړی.
۹. درای اچونی په ورځ دی ترهګرو بریدونو دنشر څخه دورځی ترپایه پوری ډډه وکړی.
۱۰. درسنیو مدیران دټولو امنیتی ځواکونو څخه غواړی چی دخبریالانو سره دی په ټولو ساحو کی لازمه همکاری وشی.
۱۱. درسنیو مدیران دانتخاباتو دکمیسیون څخه دهمکاری او مرستی غوښتنه کوی په تیره بیا داطلاعاتو په ارایه کی ،دقیق او چټک رسنیو سره مرسته وکړی.