د ۱۳۹۱ کال د تلی ۱۱
د نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداری د انتر نیوز موسسی په مرسته، د لمړی ځل لپاره د دغه ورکشاپ مواترتیب کړی دی.
دغه ورکشاپ به اخلاقی، حقوقی او د رسنیود پالیسی به په دوو سطحو چی افغانی او نړی وال به وی تر مطالعی لاندی نیسی. 
د نی دفتر اجرائوی ریس عبدالمجیب خلوتګر په دی هکله وایی: دی ته په پام کی نیولو سره چی په خبریالانو او رسنیو د تاوتریخوالی په هکله د نی دفتر خپل لمړنی دلیلونه په خبریالانو او رسنیو د تاوتریخوالی په هکله پیل کړی وو. دغه مطالعه ښیی چی یو له دغو دلایلو که څه هم ډیر وړوکی دی ؛ د خبریالانو نه پوهیدل د حقوقو، امتیازونو، وجیبو او اخلاقو څخه شمیرل کیژی. نو مونږ په دی آند شوو چی یوه ښوونیزه خپرونه جوړه کړو، په دی هیله یو چی و کولای شو په دی کار سره په خبریالانو باندی د تاوتریخوالی مخه ونیسو.
دغه ښوونیزه دوره چی د دریو بنسټیزو څانګو لرونکی ده، چی په لمړی څانګه کی یی؛ د رسنیو بنسټیز مفاهیم، په دوهمه څانګه کی یی؛ د رسنیو د مدیریت قوانین او په دریمه څانګه کی د تیلیکام یا مخابراتو ټول قوانین سره له ټولو زیرمجموعو، رسنیو او خبریالانو ته ور پیژندل کیژی.
په دی هکله د رسنیو د بنستیزو اړتیاوو په پام کی نیولو سره نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداری د یوه بی ساری اقدام په هکله هڅه وکړه، تر څو په دی هکله خپلی هڅی په لاره واچوی تر څو د افغانستان د رسنیو لپاره یوه بنسټیزه تګلاره تر سره کړی.
د نورو ډیر معلوماتو لپاره