دنی دفتر موندلی ښی چی په روان میلادی کال کی ؛ په بی ساری ډول خبریالان او رسنیز کارکونکی دهیواد په څلورو ولایتونو کی په سختی سره د ګواښ او بدسلوک لاندی نیول شوی دی .

د “نی” په دفتر کی دثبت شوو ارقامو پراساس دکندز په ولایت کی ۹۶ خبریالانو ، ۷۵ تنه دهلمند په ولایت کی ، ۱۰۸ تنه د فراه په ولایت کی او ۱۳ تنه نور د ارزګان په ولایت د مخ پر زیاتیونکی ګواښونو ؛ په ځنډیز ډول دخپلی دندی او سیمی پریښیدو ته اړ شوی دی ، همدارنګه لاس ته راوړل شوی ارقام موږ ته ښیی چی په تیرو دومیاشتو کی په ټولیزه توګه ۲۹۲ تنه خبریالان او رسنیز کارکوونکی  دګواښ او تاوتریخوالی له کبله دخپلو دندو او دژوند کولو سیمی پریښی دی .

 

دا په داسی حال کی دی چی په ټول افغانستان کی کی ۸۵ دتاوتریخوالی مورده دخبریالانو پروړاندی په انفرادی  او ډلیز ډول ثبت شوی دی . ټکان ورکونکی موضوع خو داده چی سږکال په مجموع کی ۱۳ مورده وژنی هم پدی ارقامو کی شامل دی . په مجموعی ډول په روان میلادی کال کی ۳۷۷ د تاوتریخوالی موارد  د خبریالانو پر وړاندی  صورت موندلی  که چیری دا ارقام دتیرو کلونو سره پرتله کړو  لیدل کیږی  چی دا ارقام د هغه ارقامو سره برابر دی کوم چی په تیرو ۸ کلونو کی تر سره شوی دی .په تیرو ۱۵ کلونو کی په اوسط ډول ۴۸ دتاوتریخوالی موارد دخبریالانو پر وړاندی پیښ شوی دی چی دهغوی په پرتله دسږکال تاوتریخوالی  ونورو کلونو ته ډیرلوړه کچه ښیی.

دناخوالی زیاتوالی د خبریالانو پر وړاندی په داسی حال کی اعلانیږی چی دخبریالی ټولنی د” دخبریالانو پروړاندی پر جرایمو باندی دجزاورکولو څخه  دمعافیت په ختمولو باندی  “دنړیوالو ورځی  د هرکلی په درشل کی دی .

په دی  مناسبت “نی”  داړوندو مراجع څخه په ټینګه غوښتنه کوی چی دڅیړل شوی دوسیو پایلی  کشفی، عدلی او قضایی څانګو ته ولیړول شی چی هغوی ته هرڅه ژر رسیدنه وشی ؛ چی په عملی توګه دا دوسیی عدلی او څیړنیز تعقیب لاندی ونیول شی . همدارنګه د”نی”  دفتر د کشفی مراجعو څخه غواړی ترڅو خپل د څیړنو پایلی دمرحوم “یعقوب شرافت” دانځوریز کسټ چی دنی له خوا هغوی  ته استول شوی و، او هم یی پرخپل وخت د رسنیو سره شریک کړی و دولت باید ځواب ورکړی  چی ولی سره لدی چی د هیواد نافذه قوانین او هم د جمهور ریس تازه حکم چی اطلاعاتو ته دلاسرسی حق او دخبریالانو څخه د ملاتړ او دخبریالی په موخه دی .ولی بیاهم دخبریالانو پر وړاندی تاوتریخوالی زیاتوالی موندلی دی  مو ږ همدارنګه ددولت څخه غواړو چی درسنیو دامنیت په موخه ځانګړی پوځ استخدام کړی ترڅو دخبر رسولو مرکزونه د ځانګړی امنیت او پاملرنی څخه  برخمن شی .