تیره شپه عصمت الله قایل، چی دسیمیزو رادیو ګانو لکه د”زما” او ” شیخ متی” رادیو سره دخبریال په حیث کارکوی په یوه ناوړه قصد کی ټپی شو.
دا خبریال دقلات ښار په دوه کیلومتری د سینک، په ولسوالی کی ددو تنو وسله والو کسانو له خوا دچاقو په وهلو سره ټپی کړی دی .ښاغلی قایل د نی درسنیو دڅار ددفتر سره په یوه اړیکه کی وویل چی برید کونکو غوښتل دی اختطاف کړی. ولی د پولیس مداخلی په اثر پدی کار باندی بریالی نه شول .
دزابل ولایت پولیس وایی کوم کس چی ښاغلی عصمت الله قایل یی ټپی کړی و، نیولی دی او د هغه څخه تحقیقات پیل کړی دی .
احمد ولی سرحدی،دزابل ولایت دخبریالانوداتحادیی رییس وویل : دابریدونه پر خبریالانو باندی دزابل ولایت کی دداخلی کړیو له خوا صورت مومی چی هر څه ژر باید ددی بریدونو مخه ونیول شی او د تاوتریخوالی ددوام څخه مخنیوی وشی .
څو موده مخکی یعقوب شرافت، دملی تلویزون خبریال په قلات ښار کی د ګولی په ویشتلو سره ووژل شو او د هغه د وژنی عاملین لا تراوسه ندی پیژندل شوی .
د رپوټونو پر اساس؛ دا خبریال د ناشناخته کسانو له خوا تر برید لاندی راغلی او ددی بریدونو په اړه ضد او نقیض رپوټونه ارایه شوی دی .
دنیدفترپردی خبریال باندی برید غندی او دافغانستان داسلامی جمهوری دولت څخه غواړی چی عصمت الله قایل پرځان دبرید څرنګوالی وارزوی او دهغه پایلی د افغانستان دخلکو سره شریک کړی .
دسیمیزو چارواکو چوپتیا او دعاملانو د نه تعقیبول د خبریالانو په منځ کی پرخپله دی مسوولو چارواکو باندی شک او شبه را برسیره کړی ده .